په غسل کې د لښتۍ او چهارګل د سوريو مينځل

اسلام علیکم ورحمت اللہ وبرکات
بعد سلام نہ زہ یوہ پوشتنہ لرم ھیلہ دہ چہ جواب یی راتہ راکڑی
ھغہ میرمنی چہ پزہ اوغوږونو یی سوری کڑی وی دوی باید سہ وکڑی پہ غسل کی آیا ودغہ سوریوتہ اوبہ رسول فرض دی اوکہ سنگہ حالان چہ ھغہ سوری ڈیرتنگ ھم وی نودوی بایدسہ وکڑی
دجواب پہ تمہ
غلام رسول جلال

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې په غوږونو لښتۍ او پزه کې چهارګل وي د غسل پر مهال د هغو ښورول پکار دي څو سوريو ته اوبه داخلي شي او که په غوږونو او پزه کې زېورات نه وي د مينځلو په وخت کې په هغه باندې اوبه اچول او د هغه موښل پکار دي څو اوبه ورشي او که په اوبو اچولو او موښلو اوبه ور داخلې نشي باک نلري ځکه په دې حرج او تکليف دی .

و فی الدر: (لا) یجب (غسل ما فیه حرج کعین) و إن اکتحل بکحل نجس (و ثقب انضم و) لا (داخل قلفة) یندب هو الأصح قاله الکمال ، و فی الرد: ( قوله: و ثقب انضم) قال فی شرح المنیة: و إن انضم الثقب بعد نزع القرط و صار بحال إن مر علیه الماء یدخله و إن غفل لا فلا بد من إمراره ولا یتکلف لغیر الإمرار من إدخال عود ونحوه فإن الحرج مدفوع .(ردالمحتار:۱/۳۱۴٫)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً