قال الله تعالی: { هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ{24} إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَاماً قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ{25} فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِينٍ{26} فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ{27}الذاريات: ٢٤ – ٢٧

قال الله تعالی: {وَجَاءهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُواْ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَـؤُلاء بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ}هود: ٧٨

الله جل جلاله فرمایی: ایا تا ته د ابراهیم علیه السلام د معززو میلمنو خبر ورسید، کله چې په ابراهیم علیه السلام داخل شول او سلام یې واچاوه او ابراهیم علیه السلام د سلام جواب ورکړ، هغوی یوه ډله نه پیژندونکې (بیګانه) ده او اهل د خپل کور په طرف متوجه شو او د یوه چاق خوسکی کباب یې دوي ته را وړ او ویې ویل: ایا نه یې خوري؟

او هم فرمایی: او لوط علیه السلام ته یې قوم په منډه را غی او د دې نه مخکې یې ډیر بد عملونه کول. لوط علیه السلام وویل اې زما قومه! دا زما لورانې دی!( یعنې نکاح یې کړی) دا ډیرې پاکې دي ستاسې لپاره، پس د الله جل جلاله نه وویریږي او د خپلو میلمنو په باره کې ما مه رسوا کوی، ایا ستاسې په مینځ کې هیڅ غوره کس نه شته.

۱.وعن أبي هريرة رضي اللَّه عنه أنَّ النَّبِيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « مَنْ كانَ يُؤمنُ بِاللَّه واليَومِ الآخِرِ فَلْيُكرِمْ ضَيفَه، وَمَنْ كَانَ يُؤمِنُ بِاللَّه واليَوم الآخِرِ فليصِلْ رَحِمَهُ، وَمَنْ كَانَ يؤمِنُ بِاللَّه وَاليوْمِ الآخِرِ فَلْيَقلْ خَيْراً أَوْ ليَصْمُتْ » متفقٌ عليه.

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې په الله او اخرت ایمان لری، باید د خپل میلمه احترام وکړی او څوک چې په الله او اخرت ایمان لری، باید خپلوی پیوسته او وپالی او څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لری، باید د خیر خبرې وکړی او یا چپ و اوسیږي.

د میلمه عزت او احترام یو له سنتو او ډیر عالی عمل دی اسلام په هغه ډیر تاکید کړی دی او په دې کې شک نه شته چې د مسلمان ځوانمردي او کرم په میلمه پالنه کې معلومیږی، او د میلمه له حقوقو تنها دا نه ده چې ښه خوراک او څښاک ورته تیار کړل شي بلکه دا هم ده چې د میلمه څخه دفاع وشی او څوک میلمه ته ازار او تکلیف ونه ورسوی.

او هم په دې حدیث شریف کې څو هغه عملونو ته اشاره شوې چې نن سبا په کثرت سره په مونږ مسلمانانو کې مروج دی او مسلمانان باید ځان ترې وساتي لکه د خپلوئ قطع کول، د ژبې ګناهونه لکه غیبت، تهمت، مسخرې او د نورو کمي بیانول چې نن د مجلس نقل ګرځیدلي الله جل جلاله د زمونږ مجالس له داسې بیهوده او نا کاره خبرو خالی وګرځوي. امین یارب

۲.وعن أبي شُرَيْح خُوَيلدِ بن عمرو الخُزَاعِيِّ رضي اللَّه عنه قال: سَمِعتُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول: « مَنْ كان يؤمِنُ بِاللَّه واليوْمِ الآخِرِ فَلْيُكرمْ ضَيفَهُ جَائِزَتَهُ »قالوا: وما جَائِزَتُهُ يا رسول اللَّه؟ قال: « يَومُه وَلَيْلَتُه. والضِّيَافَةُ ثَلاثَةُ أَيَّام، فما كان وَرَاءَ ذلكَ فهو صَدَقَة عليه » متفقٌ عليه.

  وفي روايةٍ لمسلم: « لا يحِلُّ لِمُسلمٍ أن يُقِيم عند أخِيهِ حتى يُؤْثِمَهُ »قالوا: يا رسول اللَّه. وكَيْف يُؤْثِمُه؟ قال: « يُقِيمُ عِنْدَهُ وَلا شَيءَ لَهُ يَقْرِيهِ بِهِ » .

له ابو شریح خویلد بن عمرو الخزاعی رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

له نبی علیه السلام څخه مې واوریدل چې ویې فرمایل: څوک چې په الله او د خرت په ورځ ایمان لری، باید د خپل میلمه جائزة میلمه نوازی وکړي.

ویې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! جائزة څه ته وایی؟

ویې فرمایل: همغه یوه شپه او ورځ او میلمه پالنه تر دریو ورځو ده او د دې نه زیاته صدقه ده.

او د مسلم شریف په روایت کې راغلی چې: هیڅ مسلمان ته جایزه نه ده چې د مسلمان ورور سره دومره پاتې شي چې هغه ګناهګار کړی.

ویې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! څه قسم یې ګناهګار کوی؟

ویې فرمایل: دي ور سره تر هغه پاتې کیږي چې د هغه سره څه پاتې نه شی چې میلمه پالنه یې پرې وکړي.

له پورتنی حدیث شریف څخه معلومه شوه چې میلمه پالنه یوه ورځ او شپه او تر دریو ورځو میلمه حق لری چې میلمه پالنه یې وشي او څوک چې له دې دریو ورځو زیات د میلمه عزت او پالنه کوی دا د کوربه لپاره صدقه ده.

۳. مسلمان باید د خپل ورور دعوت قبول او په دې نیت په میلمستیا کې ګډون وکړی چې د دعوت قبلول سنت او د ورورولۍ د ټینګښت او د اجر څخه خالي نه ده.

نبی علیه السلام فرمایی: «لو دعیتُ إلی کراع لقبلت» [صحیح بخاری، کتاب الهبة، باب القلیل من الهبة]

که د پسه پښې ته دعوت شم خامخا به یې قبول کړم.

۴. لرې او نژدې دعوت او هم داسې دعوت چې د شرعې خلاف اعمال پکې نه وی قبلول، او که څوک دوه ځایه دعوت شی اولی دعوت قبولول او له دوهمی څخه بښنه غوښتل.

۵. د غریب او بډاۍ دعوت کوونکي فرق ونه شی ځکه د فقیر د خفګان سبب ګرځي او یوه نوع تکبر او خپل ځان لوړ ګڼلو سبب جوړیږی.

۶.میلمه ته د خوب، ناستي، اوداسه ځای تیارول او هم ورته د قبلې سمت ښوول.

۷. په دوستانه میلمه پالنه کې د میلمه څخه د ده د خوښې خوراک پوښتنه او د امکان په صورت کې تیارول د دې یوه ګټه به دا وي چې که میلمه د بعضې خوراکونو نه پرهیز وی کوربه به پرې خبر شي او هم به کوم مصرف چې کوربه کړی وی بې ځایه به نه وي مصرف شوي.

۸. میلمه ته په وخت خوراک تیارول ځکه بعضې وخت میلمه وږي، ستړئ او ستومانه وی او هم استراحت ته اړتیا لری نو که خوراک وځنډیږی د میلمه د ا اذیت سبب جوړیږي.

۹.که په میلمنو کې نر او ښځې دواړه شامل وی، کوربه ته پکار دي چې د نر او ښځو لپاره جدا جدا ځایونه اماده کړی تر څو د نا محرمو د اختلاط سبب جوړ نه شی او پاک سیرته نر او پاک سیرته ښځې په اسوده ګۍ سره خپل خواړه وخوري.

۱۰. د میلمه څخه باید د ډوډۍ خوړلو او نه خوړلو پوښتنه ونه شی چې ډوډۍ مو خوړلې او که نه ځکه بعضې میلمانه کم جراته وی او که پوښتنه ترې وشي نو دي وایې هو ډوډۍ مې خوړلې ده حالانکه ده به ډوډۍ نه وي خوړلې.

۱۱. کوربه ته پکار دي چې له میلمه سره په ډوډۍ کښیني او تر اخیره پورې له میلمه سره لاس ووهي ځکه بعضې میلمانه تر تاثیر لاندې راځي او له خوړلو په شا کیږي.

۱۲. میلمه ته مناسب مقدار سره ډوډۍ ایښودل ځکه کمه ډوډۍ ایښودل هم خپل او هم د میلمه کمي دي او د حد نه زیاته ډوډۍ ایښودل هم د ریا، تکبر سبب جوړیږي چې دواړه ناروا دي.

۱۳. بعضې میلمانه خاص اخلاق لري او یا بعضې عیبونه لری، کوربه باید د میلمه په مخ کې د هغه عیب طرف ته هیڅ اشاره هم ونه کړی ځکه د میلمه د اذیت سبب جوړیږي.

۱۴. کوربه باید په خبرو او مجلس کې د میلمه ذوق او خوښه په نظر کې ولري.

۱۵. کوربه باید له میلمه نه تر مخه ویده نه شي.

۱۶. کوربه باید د میلمه په مخ کې له کمیو او مشکلاتو خبرې ونه کړي.

۱۷. کوربه باید د میلمه په مخ کې د خپلې کورنۍ په وګړو قهر ونه کړی.

۱۸. په میلمستیا کې به لومړي حق او شروع له عالم یا داسې شخص څخه چې د دیني امورو له مخې مشر وی ورکول کیږی ورپسې د هغه له ښی اړخ کسانو څخه، نبی علیه السلام فرمایی: «لیس منّا من لم یرحم صغیرنا و لم یوقّر کبیرنا»څوک چې په کوچنیانو ترحم نه کوی او د مشرانو عزت نه کوی له مونږ څخه نه دي. [مشکوة المصابیح:رقم 497]

۱۹. میلمه چې کله وغواړی په کوم کور کې میلمه شی هغه ته باید خبر ورکړی یا حد اقل په داسې وخت کې ورشي چې کوربه د ډوډۍ تیارولو وخت ولری.

۲۰. میلمه باید په معین وخت کې ځان ورسوي ډیر ناوخته نه شي چې د کوربه او نورو میلمنو د انتظار او اذیت سبب شي او نه هم دومره وختي ولاړ شی چې کوربه د ډوډۍ تیارولو موقع له لاسه ورکړي.

۲۱. میلمه ته پکار ده په همغه ځاي کښیني چې کوربه ورته ښوولي وي او د کوربه سره د کیناستو په ځای باندې زیات بحث ونه کړي ځکه کوربه ته مناسب ځای معلوم وی.

۲۲. میلمه به د خپلو سترګو حفاظت کوی او له هر خوا لیدلو او نورو تجسسی اعمالو ځان ساتی.

۲۳. میلمه به له کوربه څخه د هغه له وس او توان څخه زیاتې غوښتنې نه کوي.

۲۴. د میلمه نیت به د دعوت له اجابت څخه د نبي علیه السلام پیروي او متابعت وی او د ګیډې مړولو او د خوراکونو د لذت د پاره به نه وي نبی علیه السلام فرمایی: «إذ دعی أحدکم فلیجب» څوک چې له تاسې ډوډۍ ته دعوت کیږي پس قبول یې د کړی.

۲۵. میلمه ته پکار ده چې اخیر کې کوربه او کورنۍ ته یې د خیر دعا او مننه وکړی حدیث شریف کې راځي:«من لم یشکرالناس لم یشکرالله»څوک چې د خلکو منندوی نه شو د الله جل جلاله شکر یې هم نه دي ادا کړي.(جامع الترمذی، رقم الحدیث: 1955)

۲۶. لکه څرنګه چې کوربه به د میلمه د رازونو او اسرارو ساتنه کوی میلمه به هم د کوربه د اسرارو او رازونو ساتنه کوي.

۲۷. کوربه به د وتلو په وخت کې له میلمه سره تر دروازې پورې ځي دا کار سنت دی.

۲۸. میلمه به د کوربه په اجازه او خوښه سره مجلس ترک کوی او هم به مجلس دومره نه اوږدوی چې د کوربه کورنۍ ته د مزاحمت او اذیت سبب شی الله جل جلاله فرمایی: {فإذا طعمتم فانتشروا} (احزاب: 53)کله مو چې ډوډۍ وخوړه نو تیت شي.

کله چې دعوت او میلمستیا د اسلام د مبارک دین له اصولو او نبی علیه السلام د سنتو موافق وي دا بیا د خیر، برکت او ورورولۍ سبب جوړیږي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email