۱. عن الْبَراءِ بن عازبٍ رضيَ اللَّه عنهما قال: كَانَ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إذا أَوَى إلى فِرَاشِهِ نَامَ عَلى شِقَّهِ الأَيمن، ثُمَّ قال: « اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِي إليْك، وَوجَّهْتُ وَجْهي إلَيْك، وفَوَّضْتُ أَمْرِي إلَيْك، وَأَلجَأْتُ ظهْري إلَيْك، رَغْبةً وَرهْبَةً إلَيْك، لا مَلْجأ ولا مَنْجى مِنْكَ إلاَّ إلَيْك، آمَنْتُ بِكتَابكَ الذي أَنْزلت، وَنَبيِّكَ الذي أَرْسَلْتَ». رواه البخاري بهذا اللفظ في كتاب الأدب من صحيحه.

له براء بن عازب رضی الله عنه څخه روایت دی دئ وایې:

کله به چې نبی علیه السلام خپلې بسترې کې څملاستلو، په ښي اړخ به څملاستلو او فرمایل به یې: « اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِي إليْك…» یا الله ما خپل ځان تا ته تسلیم کړ او مخ مې تا طرف ته کړ او تا ته مې تکیه وکړه داسې چې تا ته امید لرم او له تا څخه ویریږم، له تا نه د پناه او امان ځای نه شته بغیر له تا نه، په هغه کتاب چې تا را نازل کړي دي او هغه پیغمبر چې تا را استولي دي ما ایمان را وړي دي.

۲.وعنه قال: قال لي رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« إذَا أَتَيْتَ مَضْجَعكَ فَتَوَضَّأْ وُضُوءَكَ لِلصَّلاة، ثُمَّ اضْطَجِعْ عَلى شِقِّكَ الأَيمَن، وَقُل..» وذَكَرَ نَحْوه، وفيه: «واجْعَلْهُنَّ آخِرَ مَا تَقول » متفقٌ عليه.

له براء بن عازب رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته وفرمایل: کله چې دې د خوب ځای ته راغلې همغه قسم اودس وکړه لکه څرنګه چې د لمانځه لپاره اودس کوې، بیا په ښی اړخ څمله او ووایه (دغه مذکوره دعا یې وښوده) او هغه د اخیره خبره و ګرځوه.

۳.وعن عائشةَ رضيَ اللَّه عنها قالت:كَانَ النَّبيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَصلِّي مِن اللَّيْلِ إحْدَى عَشَرَةَ رَكْعَة، فَإذا طلَع الْفَجْرُ صَلَّى ركْعَتيْنِ خَفِيفتيْن، ثمَّ اضْطَجَعَ على شِقِّهِ الأيمن حَتَّى يَجِيءَ المُؤَذِّنُ فيُوذِنَه، متفق عليه.

له عائشه رضی الله عنها څخه روایت دی ویې ویل:

نبی علیه السلام په شپه کې یوولس رکعته لمونځ کولو، او کله به چې سبا را وختلو دوه لنډ رکعتونه به یې کول او په ښی اړخ به څملاستلو تر دې چې مؤذن به راغي او خبر به یې ورکاوه.

۴.وعن حُذَيْفَةَ رضي اللَّه عنه قال: : كان النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إذا أَخَذَ مَضْجَعَهُ مِنَ اللَّيْلِ وَضَعَ يَدهُ تَحْتَ خَدِّه، ثمَّ يَقُول: « اللَّهُمَّ بِاسْمِكَ أمُوتُ وَ أَحْيَا » وإذا اسْتيْقَظَ قَال: «الحَمْدُ للَّهِ اَلَّذي أَحْيَانَا بعْدَ مَا أَمَاتَنَا وإليه النُّشُورُ » . رواه البخاري.

له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

کله به چې نبی صلی الله علیه وسلم په خپل ځای کې ویده کیدلو، لاس به یې د خپل مخ لاندې ایښولو او ویل به یې: « اللَّهُمَّ بِاسْمِكَ أمُوتُ وَ أَحْيَا » یا الله ستا په نامه مړ کیږم او ژوندي کیږم، او کله به چې بیداریدلو فرمایل به یې: «الحَمْدُ للَّهِ اَلَّذي أَحْيَانَا بعْدَ مَا أَمَاتَنَا وإليه النُّشُورُ » حمد او ثناء هغه الله جل جلاله لره ده چې وروسته له مرګ نه یې مونږ ژوندي کړو او بیرته ورتګ د ده په لوری دي.

 

۵.وعن  يعِيشَ بنِ طخْفَةَ الغِفَارِيَّ رضي الله عنهما قال: قال أبي «بينما أنَا مضُطَجِعٌ في الْمسَجِدِ عَلَى  بَطْنِي إذَا رَجُلٌ يُحَرِّكُنِي بِرِجْلهِ فقال «إنَّ هذِهِ ضَجْعَةٌ  يُبْغِضُهَا اللهُ » قال: فَنَظرْت، فإذَا رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم رواه أبو داود بإسنادٍ صحيح.

له یعیش بن طخفه غفاری رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

پلار مې ما ته وویل: کله چې په مسجد کې په خپله خیټه باندې(پړمخې) ویده شوي وم نا ګاه متوجه شوم چې یو سړي په خپله پښه باندې ما ښوروي او فرمایی: دا داسې ویده کیدل دی چې الله جل جلاله یې نه خوښوی. ویې ویل: پس ومې کتل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دي.

 

۶.وعن أبي هريرة رضي الله عنه عن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « مَنْ قَعَدَ مَقْعَداً لَمْ يَذْكُرِ الله تعالى فِيهِ كَانَتْ عَلَيِهِ مِنَ الله تعالى تِرة، وَمَنِ اضْطَجَعَ مُضْطَجَعاً لاَيَذْكُرُ الله تعالى فِيهِ كَانَتْ عَلْيِه مِن اللهِ تِرةٌ » رواه أبو داود بإسنادِ حسن.

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې په یوه ځای کې کښیني او الله جل جلاله په هغه ځای کې یاد نه کړی د الله له جانبه پر هغه نقص دی، او څوک چې د خوب په ځای کې ویده شي او الله یاد نه کړی، د الله جل جلاله له طرفه پر هغه نقص او کمۍ دی.

۷.عن عبدِ الله بن يزيد رضي الله عنه أنه رأى رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم مُستَلِقياَ في المسَجْدِ وَاضعاً إحْدَى رِجْليْهِ عَلى الأُخْرىَ متفق عليه.

له عبدالله بن یزید رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په مسجد کې په داسې حال کې ولیده چې په شا(شا په تخته) باندې پروت وو او یوه پښه یې په بله باندې ایښې وه.

د خوب لیدلو اداب

قال الله تعالی: { وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ} الروم: ٢٣

الله جل جلاله فرمایی: او له نشانو د الله جل جلاله څخه ویده کیدل دي ستاسې په شپه او ورځ کې.

۱.وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول: «لم يَبْقَ مِنَ النُبُوَّة إلا المبُشِّراتُ» قالوا: وَمَا المُبشِّراتُ؟ قال: «الُّرؤْيَا الصَّالِحةُ» رواه البخاري.

ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې:

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې فرمایل یې: د نبوت له خصوصیاتو څخه بغیر له مبشراتو نور څه نه دي پاتې.

صحابه کرامو وفرمایل: مبشرات څه دی؟

ویې فرمایل: صالحه او نیک خوبونه دي.

۲.وعنه أن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « إذَا اقتَربَ الزَّمَانُ لَمْ تَكَدْ رُؤْيَا الُمؤْمن تَكذبُ، وَرُؤْيَا المُؤْمِنِ جُزْءٌ منْ ستَّةٍ وَأرْبَعيَنَ جُزْءًا مِنَ النُبُوةِ » متفق عليه. وفي رواية: « أصْدَقُكُم رُؤْيَا: أصْدُقكُم حَديثاً ».

ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې:

نبی علیه السلام وفرمایل: کله چې زمانه نژدې شی،(یعنې د قیامت ورځ نژدې شی) د مؤمن خوب دروغ نه وایی او د مؤمن خوب شپږڅلویښتمه حصه د نبوت ده.

او په بل روایت کې راغلي: ډیر رښتیا ویونکی ستاسې د خوب له مخې ډیر رښتیا ویونکي ستاسې دی د خبرو له مخې.

۳.وعنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« مَنْ رآني في المنَامِ فَسَيَرَانيِ في الَيَقَظَةِ أوْ كأنَّمَا رآني في اليَقَظَةِ  لايَتَمثَّلُ الشَّيْطانُ بي » . متفق عليه.

ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې ما په خوب کې ووینی، زر به ما په ویښه وویني، یا داسې لکه زه یې چې په ویښه لیدلی یم. ځکه چې شیطان زما په صورت او شکل نه شی کیدلای.

۴.وعن أبي سعيد الخدريِّ رضي الله عنه أنه سمِع النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول: « إذا رَأى أَحدُكُم رُؤْيَا يُحبُّهَا فَإنَّما هي من الله تعالى فَليَحْمَدِ الله عَلَيهَا وَلْيُحُدِّثْ بِها.وفي رواية : فَلا يُحَدِّثْ بَها إلا مَنْ يُحِبُّ وَإذا رأى غَيَر ذَلك مما يَكرَهُ فإنَّمـا هي منَ الشَّيْطانِ فَليَسْتَعِذْ منْ شَرِّهَا وَلا يَذكْرها لأحد فإنها لا تضُُّره » متفق عليه.

له ابوسعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

له نبی علیه السلام څخه مې واوریدل چې فرمایل یې: که څوک داسې خوب وویني چې خوښوي یې په تحقیق دا خوب د الله جل جلاله له جانبه دی پس د الله جل جلاله حمد او ثناء د ووایي اوهغه دې بیان کړی.

او په بل روایت کې راځی چې: هغه خوب دې بغیر د خپل دوست نه بل چا ته نه وایی، او که داسې خوب ووینی چې هغه نه خوښوی هغه د شیطان له جانبه دی، پس په الله جل جلاله دې د هغه له شر څخه پناه وغواړي او هغه دې چا ته نه بیانوي، ځکه هغه خوب ده ته ضرر نه رسوي.

۵.وعن أبي قتادة رضي الله عنه قال: قال النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« الرّؤيا الصَّالَحِةُ وفي رواية الرُّؤيَا الحَسَنَةُ منَ الله، والحُلُم مِنَ الشَّيْطَان، فَمَن رَأى شَيْئاً يَكرَهُهُ فَلْيَنْفُثْ عَن شِمَاله ثَلاَثا، ولْيَتَعَوَّذْ مِنَ الشَْيْطان فَإنَّها لا تَضُرُّهُ » متفق عليه.

له ابوقتاده رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ښه خوبونه، او په یوه روایت کې نیک خوبونه د الله جل جلاله له جانبه دی او احتلام د شیطان له جانبه دی. او څوک چې داسې شی ووینی چې بد یې ګڼي، باید دري ځله چپ اړخ ته توف کړی او د شیطان له شر څخه په الله جل جلاله پناه وغواړي، ځکه هغه خوب ده ته ضرر نه رسوي.

۶.وعن جابر رضي الله عنه عن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « إذَا رَأى أحَدُكُم الرُّؤيا يَكْرَهُها فلْيبصُقْ عَن يَسَارِهِ ثَلاَثا، وْليَسْتَعِذْ بالله مِنَ الشَّيَطانِ ثَلاثا، وليَتَحوَّل عَنْ جَنْبِهِ الذي كان عليه » رواه مسلم.

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې یو له تاسې داسې خوب ووینی چې بد یې ګڼي، پس باید دري ځلې چپ اړخ ته توف کړی او دري ځلې د شیطان له شر څخه په الله جل جلاله پناه وغواړی او له هغه اړخ چې ویده وو په بل اړخ واوړي.

۷.وعن أبي الأسقع واثلة بن الأسقع رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« إنَّ من أعظَم الفَرى أن يَدَّعِي الرَّجُلُ إلى غَيْرِ أبِيه، أوْ يُري عَيْنهُ مَالم تَر، أوْ يقولَ على رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم مَا لَمْ يَقُلْ » رواه البخاري.

له ابو الاسقع وائله بن اسقع رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له لویو درواغو څخه دا دي چې یو څوک بغیر له خپل پلار څخه بل چا ته د خپل ځان نسبت کوی. یا یې سترګې داسې څه ووینی چې نه یې وی لیدلی( یعنې په خوب لیدلو کې دروغ ووایي)، یا په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې داسې څه ووایي چې نه یې وي ویلي.

آن لاين اسلامي لارښود – شيخ : س .ص‍

Print Friendly, PDF & Email