قال الله تعالي: { وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ}النساء: ٣٦

الله جل جلاله فرمایی: او د الله جل جلا له عبادت وکړی او له هغه سره څوک شریک مه جوړوي او د مور او پلار سره نیکي وکړی او د خپلوانو سره او یتیمانو سره او مساکینو سره او د خپلوانو ګاونډیانو سره او د بیګانه ګاونډی سره او د څنګ سره ناست سره او مسافر او هغه چې ستاسې لاس د هغوي مالک جوړ شوي دي.

او نبی علیه السلام فرمایی:

وعن ابنِ عمرَ وعائشةَ رضي اللَّه عنهما قَالا: قال رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « مَا زَالَ جِبْرِيلُ يُوصِينِي بِالجارِ حتَّى ظَنَنتُ أَنَّهُ سيُوَرِّثُهُ » متفقٌ عليه.

له ابن عمر او عایشه رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جبرائیل علیه السلام به همیشه ما ته د ګاونډی په باره کې توصیه کوله تر دې چې ما فکر وکړ چې شاید یو ګاونډی له بل ګاونډی څخه میراث یوسی.

وعن أبي ذرٍّ رضي اللَّه عنه قال: قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « يَا أَبَا ذرّ إِذا طَبَخْتَ مَرَقَةً ، فَأَكْثِرْ مَاءَها، وَتَعَاهَدْ جِيرَانَكَ » رواه مسلم.

 وفي رواية له عن أبي ذرّ قال: إن خليلي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم أَوْصَانِي: « إِذا طبخْتَ مَرَقاً فَأَكْثِرْ مَاءَهُ ثُمَّ انْظُرْ أَهْلَ بَيْتٍ مِنْ جِيرانِك، فَأَصِبْهُمْ مِنْهَا بِمعْرُوفٍ » .

له ابو ذر رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې ابوذر کله دې چې شوروا پخه کړه، اوبه یې لږ زیاتې کړه او ګاونډي د یاد کړه.

په بل روایت کې په مسلم شریف کې راځی: ما ته زما دوست دا وصیت وکړ چې کله دې شوروا پخه کړه اوبه یې لږ زیاتې کړه بیا دې د ګاونډیانو کورونو ته ور وګوره او د هغوي سره نیکی وکړه.

یعنې د شوروا اوبه زیاتې کړه د همسایه ګانو کره هم یو څه ور ولیږه او د دوي سره نیکي او احسان کوه.

وعن أبي هريرة رضي اللَّه عنه أَن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « واللَّهِ لا يُؤْمِن، واللَّهِ لا يُؤْمِن، » قِيل: منْ يا رسولَ اللَّه؟ قال:« الَّذي: لا يأْمنُ جارُهُ بَوَائِقَهُ،» متفق عليه.

 وفي رواية لمسلم: « لا يَدْخُلُ الجنَّة مَنْ لا يأْمنُ جارُهُ بوَائِقهُ » .

له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په الله قسم مؤمن نه دي په الله قسم مؤمن نه دی په الله قسم مؤمن نه دی. وویل شول څوک یا رسول الله صلی الله علیه وسلم؟

ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې له شر څخه په امن نه وی.

وعنه أَن رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ باللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ، فَلا يُؤْذِ جَارَه، وَمَنْ كَان يُؤْمِنُ بِاللَّهِ والْيَوْمِ الآخر، فَلْيكرِمْ ضَيْفه، وَمَنْ كَانَ يُؤْمنُ بِاللَّهِ وَالْيومِ الآخِر، فَلْيَقُلْ خَيْراً أَوْ لِيَسْكُتْ » متفقٌ عليه.

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې په الله او ورځ د اخرت ایمان لری، باید ګاونډی ته یې ضرر ونه رسوی او څوک چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لری باید د خپل میلمه عزت وکړی، او څوک چې په الله او ورځ د اخرت ایمان لری، باید د خیر خبرې وکړی یا چپ اوسیږی.

وعن عائشة رضي اللَّه عنها قالت: قلت: يا رسول اللَّه إِنَّ لي جَارَيْن، فَإِلى أَيِّهما أُهْدِى؟ قال:« إلى أَقْربهمِا مِنْك باباً » رواه البخاري.

له حضرت عایشه رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

ما وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! دوه ګاوندیان لرم کوم یوه ته هدیه ولیږم؟

ویې فرمایل: د کوم یوه چې دروازه یې ستا دروازې ته ډیره نژدې وي.

وعن عبدِ اللَّه بن عمر رضي اللَّه عنهما قال: قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « خَيْرُ الأَصحاب عِنْدَ اللَّهِ تعالى خَيْرُهُمْ لصـاحِبِه، وخَيْرُ الجيران عِنْدَ اللَّه تعالى خيْرُهُمْ لجارِهِ » رواه الترمذي وقال: حديث حسن.

له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:غوره ملګري د الله جل جلاله په نزد غوره د دوي د خپل ملګری سره دی، او غوره ګاونډئ د الله جل جلاله په نزد غوره د دوي له خپل ګاونډي سره دي.

یعنې کوم کس چې له خپل ملګري سره ډیر ښه کوي هغه په دوي کې غوره دی، همداسې په ګاونډیانو کې هغه کس غوره دی چې له خپل ګاونډی سره ډیر ښه کوی.

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email