سنت لمونځونه

په شپه او ورځ کې دولس رکعته سنت لمونځونه

«عن أم حبيبة زوجة النبي صلى الله عليه وسلم؛ أنها قالت:سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: “ما من عبد مسلم يصلي لله كل يوم ثنتي عشرة ركعة تطوعا، غير فريضة، إلا بني الله له بيتا في الجنة. أو إلا بني له بيت في الجنة”. قالت أم حبيبة: فما برحت أصليهن بعد» (المسلم ۷۲۸ ).

ژباړه : ام حبيبه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه بی بی وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې واوريدل چې فرمايل يې : چې هر مسلمان بنده په شپه او ورځ کې د فرضو څخه علاوه دولس رکعته نفل لمونځ ادا کړي ، الله سبحانه وتعالی به هغه لره په جنت کې کور بنا کړي تر څو هغه ته په جنت کې کور برابر شي ،ام حبيبه رضی الله عنها وايي : مونږ وروسته له هغه هميشه دغه دولس رکعته لمونځ ادا کوو .

تشريح : دا دولس رکعته لمونځ همغه دولس رکعته سنت لمونځونه دي چې دوه رکعته د سهار د فرضو مخکې ، څلور رکعته د ماسپخين د فرضو مخکې او دوه رکعته د ماسپخين د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماښام د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماسختن د فرضو وروسته ادا کيږي .

د سهار دوه رکعته سنت:

د سهار د فرض لمونځ څخه مخکې دوه رکعته سنت

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «ركعتا الفجر خير من الدنيا وما فيها» (المسلم ) .

يعنې : د سهار دوه رکعته له دنيا او څه چې په دنيا کې دي غوره دي .

عائشه رضی الله عنها وايي : وقالت عائشة: «لم يكن النبي صلّى الله عليه وسلم على شيء من النوافل أشد تعاهداً منه على ركعتي الفجر» (متفق عليه) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم په هيڅ يو نفلو کې دومره مواظبت او هميشوالی نه کولو لکه د سهار په دوو رکعته سنتو کې .

د ماسپخين شپږ رکعته سنت :

د ماسپخين د فرض لمانځه او همدارنګه د جمعې لمانځه مخکې څلور رکعته سنت دي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان لا يدع أربعاً قبل الظهر، وركعتين قبل الغداة» (البخاري)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ماسپخين څخه مخکې څلور رکعته او سهار د لمانځه مخکې دوه رکعته لمونځ نه دی ترک کړی .

او همدارنګه دو رکعته سنت د فرضو څخه وروسته او د هغه سره دوو رکعتو پيوسته کول مستحب دي او د جمعې د فرض لمانځه څخه وروسته څلور رکعته سنت کول .

«من صلى أربع رَكَعات قبل الظهر، وأربعاً بعدها، حرَّمه الله على النار» (صحيح الترمذي).

يعنې : چا چې د ماسپخين د ( فرض لمانځه ) نه مخکې څلور رکعته او د هغه څخه وروسته څلور رکعته لمونځ وکړي الله به د دوزخ اور پرې حرام کړي .

د ماښام دوه رکعته سنت :

د ماښام د فرض لمانځه وروسته دوه رکعته سنت کول .

د ماسختن دوه رکعته سنت :

د ماسختن د فرضو څخه وروسته دوه رکعته سنت کول .

د امام ترمذې په روايت کې دا ټول ذکر شوي دي :

ورواية الترمذي: «من صلى في يوم وليلة ثنتي عشرة ركعة، بني له بيت في الجنة: أربعاً قبل الظهر، وركعتين بعدها، وركعتين بعد المغرب، وركعتين بعد العشاء، وركعتين قبل صلاة الفجر»

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً