په دنیوی ژوندی کې که تاسې وګورئ هره کمپنۍ چې یو څه محصول بازار ته وړاندې کوی دهغې د ښې ساتنې او یا هم ښه چلولو په موخه د هغې په څنګ کې یو وړوکی Manual یا هم چلیز لارښود چاپوي ترڅو کاروونکی یې دهغه ځینو لارښوونو په نظر کې نیولو سره له دغه محصول نه ښه ګټه ترلاسه کړی الله تعالی هم چی خپل بنده ګان دې دنیا ته رالیږليله هغوی سره يې په څنګ کې دیته ورته چلیزیلارښودونه هم را استولی دی . اوس بل الفرض که زموږ د اسلام پنځه بیناوې او دهغې ګټې په دنیوی ژوند کې په لاندې توګه لږ روښانه کړو حتما به د ژوند له هدف نه ځان خبرکړو :

1)     کلمه طیبه:

دغه هغه عقد او قرار داد دی چی د انسان  او دهغه د معبود تر منځ  تړل کیږي چی په هغه کې د اسلام د دین ټولو احکامو ته پوره غاړه ایښودل کیږی او بیا دغه ډول انسان  ته پوره سکون ور په برخه کیږي او هغه ته له دغه ژوند وروسته هم بل ښه امید یعنیابدی ژوند زیری ورکوي چی  هغه د اخروی ژوند د جنت امیتاز دی .  هرڅو ک چی دغه ډول قرار داد یې نه وي لاسلیک کړی هغه په ډول ډول رواني او عصبي ناروغیو اخته وي هغه د ژوند منظمه تګلاره نه لري او کله په یو او کله په بل باور کوي کله یې خپل دین ورته باطل ښکاري خو د اسلام دین  چی  ۱۴۳۶ کاله مخکې را نازل شوی دی بیا ترننه هیچا هم په دغه  دین کې یوه وړوکې خالیګا او منفی اړخ ندی موندلی، او که لږ غوندې تېروتنه يې هم پکې موندلی وای یا ومومی نو بیا د نن ورځې رسنیو ( میډیا ) به له هغه نه لویه ګنګوسه جوړه کړی وای .  خو داسی دینونه هم شته چی هغه خپل دین ته په تشویش کې دي د هغو خدای کله یو حیوان وي یا جامدڅیز (بت)،وی  هندوان  چی ددوی په اصطلاح غواګانی یا بوتان د دوی خدایان دي او یا هم عیسویت د دین پلویان چی کله له خپل پیغمر نه  د خدای زوی جوړي او کله یی د خدایی مرتبی ته خیژوی دوی  د همدغې بې نظمۍ له امله د زړه سکون نه لري او نه د خپل دین په وړاندی تراوسه له خپل ځان نه تیر شویدی یعنی دا معنی چی  د هغوی دین د دوی په وړاندی بی معنی څیز دی .

2)     لمونځ :

چې الله تعالی په ټولو مسلمانانو باندې په ورځ کې پنځه وخته  فرض ګرځولی، د لمانځه طبی ګټې:  د روغتیا له پلوه  اودس کول د لمانځه شرط دی چې پنځه وخته هر انسان د هر ډول چټلۍ او میکروبونو په وړاندې ساتيد روغتیا  له پلوه انسان د ښې بدني روزنې په لور بیایی او په لمانځه کې هغه  حرکات لکه سجده چی د انسان د سر ټول  مثبت  چارجونه د مځکی له منفی چارجونو سره خنثی کېږی او یا هم د انسان سر ته وینه په اسانی او په پوره اندازه جریان مومی چی پدې توګه انسان له لمانځه وروسته یو ډول خوښي او راحت احساسوي او هم د لمانځه پر مهال د رکوع،سجدیحرکات د بدن د ملا د تیر له نارغیو څخه ساتی او هم په ټولنیز ژوند کې ورځینی ښه مهال ویش دی چی که د لمانځه ښه اهتماموشی نو یو دنیوی کار به موهم پاتې نشی   البته نن په نړی کې غیر مسلم هم لمانځه عبادت ته ورته داسی بدنې روزنه(سپورټ) په لټه کې دی چی د لمانځه سره ډیر ورته والی لریخو دهغوی عقیده نشته چی په ژوندی کې دوه ګټی ترلاسه کړی د خپل رب رضاء اجر او ثواب او هم یې ښه روغتیا الحمدلله چی مسلمانان ددغه لوی نعمت څخه برخمن دی .

3)  روژه :

روژه الله تعالی په ټولو عاقلو بالغو  مسلمانانو باندې په یو کال  کې پوره یوه میاشت  فرض ګرځولې ده ددې ګټې زیاتې دی خو زه به یې د یو څو یادونه وکړم ، د معدې  دندې ته پوره توجه او پاملرنه د معدې لپاره  د استراحت یوه کلنۍ دوره ده  چی  په دغه دوره کې  د معدې ټپونه ښه رغیږی او د بدن هغه اضافی شحم چی  په رګونو او د بدن په نورو برخو کې اضافه  بار  زخیره شوی دي  له منځه ځی  چی د وینی فشار او د شکرې ناروغی په وقایه او درملنه دواړو کې ډېر رول لري  په حدیث شریف کې راځی  رسول الله  فرمایی (قال رسول الله (ص) نحن قوم لا ناکل حتی نجوع و اذا اکلنا لانشبع  الحدیث) یعنی رسول الله  ص  فرمایی: چې موږ یو قوم یو ترهغه پورې نه خورو تر څو وږی نشو او چی کله  طعام غذا خورو نو بیا ځان نه مړوو ) انسان ته د لوږې ،تندې او استقامت درس ورکوي او د وږيو انسانانو د ژوند له حاله یی خبروي. د شپی تهجد یی د زړه د نارغیو مخنیوی کوي  لکه چی اوسنی ساینس ثابته کړی ده  چی اکثره یا ډېرې د زړه حملې د شپې له  څلورو بجو بیا د سهار تر۱۰ بجو پورې راځي(۱ماخذ) او دلیل يې دا ښودلی چی څومره انسان په دغه وخت کې د استراحت په حالت کې وي نو د انسان په بدن کې د الدسترون په نامه هورمون افرازیږی چی هغه د رګونو په کولسترولو باندې تاثیر کوي  او د کولسترول ټوټې بی ځایه کوي اوهغه بیا د رګونو د بندښت سبب ګرځي نو الله تعالی ټولو انسانانوته نه یواځې، چې د اخرت  اجر او بدلی وعده ورکوي له دغه ډول استراحت مخه هم نیسی چې د بدن د ځنډنی استراحت سبب ګرځي او په هغه معین وخت، چې د سهار وختی وخت  دی یا دریمه برخه د شپې  هغه یی د بدن په خوځښت  د عبادت په  ترسرکولو زیات کړیدی تر څو  د الدسترون د بی نظمه افراز مخه ونیسی .او دغه حالت ما خپله تجربه کړی دی د کابل ابن سینا په روغتون کی می درې کاله د تخصص دوره وه کله به چی نوکری وم نو اکثرا  د زړه  د ناروغی ناروغان به  د سهارله لمانځه نه بیا تر اتو بجو پورې روغتون ته راتلل  او ویل به یی چی دومره شدید درد را ته پیدا شوبیا می ژامې او لاس ته سرایت وکړ چی له خوبه یی پاڅولوم او خولې می ورسره وکړلې او نفس می ورسره قید شو .. موږ په طبی اصطلاح ورتهChest Pain   وایو چی بیا IHD ( ischemic heart disease ). تر اخره تاریخچه .

4) زکات :

الله تعالی زکات ورکول په مسلمانانو چې د زکات نصاب ولري  فرض ګرځولی که چېرې په سمه توګه هر مالداره د خپل مالعشر او زکات ورکړی زموږ په ټولنه کې به غربت او بې وزلي یو مخ ختمه کړی او مالداره به د خپل مال له ګټې او تاوان څخهچی موږ ورته بیلانس وایو خبر وی.او هم به د زکات ورکوونکی ته د ورکړی او اعطاء درس ور کړی او یو له بله به د میني او الفت رېښې وزیږوينن ورځ که په نړۍ کې هرډول د بیمیییا insurances پروګرامونه دی هغه ټول له همدغه زکات څخه کاپی او اخیستل شوی دی  پدېتفاوت چی د فقهیعلماء بیمیه ورکول حرامه ګڼلی او زموږ دغه زکات ورکول له اجر او ثواب سره مل رکن دی چې زموږ د ټولنې ډیر انسانان بیا هغه بیميې ورکولو ته ډیر خوښ دی خو اصل یی له موږ سره  په اسلام کې  دی  متاء سفانه چی موږ یې په کاپی پسی روان یو .

5)  حج بیت الله :

الله تعالی حج په ټولو مسلمانانو فرض کړی دی حج مسلمانانو ته  د اجتماعی ژوند درس ورکوی د یو اوبل له حاله یی خبروی د نړی ټول وګړی یوځای ته را غونډوی د ښه سفر، مقاومت زغم صبر او نورو ملګرو سره د وخت تیرولو ښه درس ورکوي په نړی کې یو  دین هم داسې لوی سمینار نلري چی ټول ادیان یې په یو ټاکلی وخت کې راغونډ شي او یو له بل سره اشناء شي . یعنی د اسلام دین تر بل هر دین د نظم او انسجام ښه دین دی . او له حج نه وروسته انسان ته یو خاص سکون پید اکیږي چی د هر ډول روانی ناروغیو په وړاند ي ډیر لوی مقاومت ښیی .

هیله ده  چی زما د دغو کمو  معلوماتو  په سبب تاسې دې ته اړشی چې د الله تعالی  په اوامرو کی د الله تعالی د هغه حکمتونو پلټنه وکړئ چی موږ یې هیڅ کله هم شکرنه دی اداء کړی .

په درنښت

ډاکټر عبد الرحمن  رحیمی

www.emedicine.com (۱)

http://rasoulallah.net

www.dawat610.com

www.sultan.org

www.tanzil.info

Print Friendly, PDF & Email