يعنی هغه څيزونه چه لمونځ بالکل نه ورباندې ماتيږي بلکې کراهيت پيدا کوي لمانځه ته زيان رسوي د لمانځه ثواب کموي .

۱- د لمانځه د سنتونو څخه د کوم سنت عمل ترک کول .

۲- بې ضرورته چادر د اغوستلو پر ځای پر دواړو اږو اچول يا لسټونی د اغوستلو پرځای خالي ځړول.

۳- په خپل بدن ، جامو او ويښتانو لږ لاس وهل که ډير وي چې عمل کثير ته ورسيږي لمونځ فاسدوي.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د سجدې د ځای څخه د خاورې پاک کولو يوازې يو ځل اجازت کړی دی : «إن کنت فاعلا فواحدة» (متفق عليه) .

ژباړه: که غواړي دا کار وکړې ( د سجدې د ځای پاکول ) فقط يو ځل به يې کوې .

۴- په خوله کې داسی شی ايښودل چه دهغه په وجه سره د قرآن په لوستو کې تکليف وي.

۵- سرتور سر لمونځ کول خو که دعاجزی په وجه وي لمونځ نه مکروه کوي ،خو د نن زمان سرتور
سرونه عاجزی نه ده بلکی يو فيشن يا عصريتوب دی نو ښه به دا وي چه سرتور سر لمونځ ونه شي .

۶- ګوتې څټل يا د يوه لاس کوتې په بل لاس کې د ننه کول او غږ یې پورته کول.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې کار څخه منع فرمايلي :«و شبک بين أصابعه»( او خپلې کوټې يو پر بل کې مه ننباسئ ).

۷- بی ضرورته په ملا يا تشو لاسونه ايښودل .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې کار څخه منع فرمايلي:«نهي أن يصلي الرجل مختصرا» (متفق عليه).

يعنې : ددې څخه منع شوي چې څوک د اختصار ( چې لاسونه يې په تشو نيولي ) حالت لمونځ وکړي

۸- په لمانځه کې يو خوا بل خوا ته کتل.

عايشه رضی الله عنه وايي : د رسول الله عليه وسلم څخه مې په لمانځه کې يوې بلې خوا کتلو په اړه پوښتنه وکړه ویې فرمايل :«هو اختلاس يختلسه الشيطان من صلاة العبد» (ابوداود ،نسائي)

يعنې : دا يوه پټه غلا ده چې شيطان يې د بنده له لمانځه څخه وړي .

۹- د سترګو پټول مګر که په لمانځه کې د مشغوليت له وېرې وي مطلب يې خشوع وي باک نلري .

۱۰- د آسمان طرف ته کتل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لينتهين أقوام عن رفعهم أبصارهم عند الدُّعاء في الصلاة إلي السماء أو لتخطفن أبصارهم» (صحيح النسائي ) .

يعنې : هغه کسان چې په لمانځه کې د دعا پر مهال خپلې سترګې آسمان ته پورته کوي بايد ددې کار څخه لاس واخلي او که نه د سترګو ديد به يې لاړ شي .

۱۱- د داسې سړی طرف ته لمونځ کول چه هغه سړی مخامخ ده ته ناست وي .

۱۲- قصدًا اوسويلی ارګمي ايستل يا د هغه د بندولو کوښښ نه کول .

۱۳- په صف کې ځای وي خو ځانته درېدل.

۱۴- په داسې جامو کې لمونځ کول چه په هغه باندی د کوم ذوی روح حيوان يا انسان تصوير وي.

او همدارنګه د کار په جامه او لباس کې لمونځ کول مکروه تنزهي دي .

۱۵- څادر يا بل شی د ځان نه داسی تاوول چه دلاس ويستل له هغه څخه ګران وي همدارنګه په داسې جامه کې لمونځ کول چې د ستر عورت حجم يې ښکاري لکه یوازې پرتوګ اغوښتل او په نن عصر کې درېشي اغوستل .

په دليل د دغه حديث شريف :ابی سعيد الخدري روايت کوي: « نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم عَنِ اشْتِمَالِ الصَّمَّاءِ، وَأَنْ يَحْتَبِيَ الرَّجُلُ فِي ثَوْبٍ وَاحِدٍ…» (بخارى:۳۶۷)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د داسې جامې اغوستلو څخه منع فرمايلي چې سړی په جامه کې داسې ځان وپيچي چې لاس اېستل ورنه مشکل وي ، او احتباء چې سړی په يو جامه کې لمونځ کوي منع فرمايلې .

۱۶- د امام درېدل د محراب په داخل کې مګر که پښې يې د محراب څخه برون وي باک نلري.

۱۷- د پګړی يا لونګۍ په ول يا ويښتانو باندې سجده کول.

ځکه چې په دې باره کې په سنتو کې منع راغلې :« أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ ، وَلا أَكُفَّ ثَوْبًا وَلا شَعْرًا» ( متفق عليه ) .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ما ته امر شوی دی چې په اوو اندامونو سجده وکړم ، (همدارنګه ما ته امر شوی دی ) چې جامه او ويښتان به له هغه سره نه جمع کوم .

۱۸- دوهم رکعت د لومړي رکعت نه زيات اوږدول – يعنی چه په لومړی رکعت کې دری آيته ووايي اودوهم بيا مثلاْ شپږ آيته قرآن ووايي .

۱۹- په فرض لمانځه کې د کوم خاص سورة مقررول.

۲۰- د قرآن د ترتيب نه خلاف قرآن لوستل مثلاْ په لومړي رکعت کې قل هوالله ووايي خو په دوهم رکعت بيا الم ترکيف سورة ووايي .

۲۱- د اور طرف ته لمونځ کول مکروه دي ځکه په دې کې د کفارو سره مشابهت دی .

۲۲- د اوداسه په تنګوالی ، هغه که د باد له وجې يا د ميتيازو له وجې وي لمونځ مکروه کوي.

عايشه رضی الله عنه روايت کوي:«لاصلاة بحضرة الطعام، ولا و هو يدافعه الأخبثان»(المسلم)

يعنې :د خوراک د تيارېدو او ميتيازو را تلو په وخت کې لمونځ نشته .

۲۳- چه سړی ډير وږی وي او ډوډی تياره وي نوښه دا ده چه لومړی ډوډی وخوړل شي ورسته لمونځ وشي، دليل يې مخکې تير شو .

۲۴- د نارينه د پاره په سور او زيړ رنګ جامه کې لمونځ کول مکروه دي .

يكره تنزيهاً لبس المعصفر والمزعفر: الأحمر والأصفر للرجال، ولا بأس بسائر الألوان للنساء( الدر المختار:۲۵۲/۵).

۲۵- په لار يا په داسې ځای کې چې د خلکو د تلل را تلل وي پرته له سترې لمونځ کول مکروه دي.

۲۶- په سجده کې دواړه پښې له ځمکی پورته کول چه د ځنو فقهاؤ په نزد پدې سره لمونځ فاسديږي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email