څوک چه د خوب نه د پاڅيدلو توان لري هغه به لومړی تهجد کوي او که وتر ؟

۱ ايا سړی نه شی کولای چې د مازسخوتن لمونځ سره د وترو وکړی او بيا د شپي په يوه برخه کې رابيدار شی ترڅو  تهجد وکړی ؟ دا پوښتنه ځکه کووم چئ ما ديو ملګری نه واوريدل چئ د وترو نه بعد سړی نه شی کولای تهجد وکړی نو بيا ما داهم اوريدلی دی چي سړی وتر وکړی او ويده شی نو  ثواب لری نسبت هغی ته چې يي پريدی ترڅو تهجدو ته راپاڅیږی کيداشی که څوک ويده شی او وتر ونه کړی تر څو تهجدو ته راپاڅیږی نو بيا ددی ويره هم شته که سړی ونه
شی کولای تهجدو ته راپاڅیږی نو وتر به هم لاړ وی او تهجد هم نو زه وايم چې کوم يو صحيح عمل دی؟
حيات هجران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
پر چا چه الله جل جلاله دا فضل کړی وي چه د تهجد لمونځ کوي نو د داسې کس د پاره سنته طريقه داده چې د وتر لمونځ و ځنډوي او د شپې په آخري حصه تر صبح صادق پورې به هغه ادا کوي .
مګر څوک چې د شپې د پاڅيدلو توان نه لري د هغه د پاره مستحب داده چې د وتر لمونځ د ماسختن د لمانځه وروسته (د شپې په اوله حصه ) کې ادا کړي .
يعنی که څوک د پاڅيدلو توان لري هغه به وتر ځنډوي او دشپې به يې کوي (ځکه چه ثواب لري ) مګر که څوک پخپل ځان د پاڅيدلو اطمنان نه لري هغه به وتر د ماسختن له لمانځه سره ادا کوي .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : عن عائشة. قالت: من كل الليل قد أوتر رسول الله صلى الله عليه وسلم. من أول الليل وأوسطه وآخره. فانتهى وتره إلى السحر. (المسلم ۷۴۵)
 
عايشه رضی الله عنها فرمايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې په هر حصه کې وتر کړی دي – په اوله شپه کې هم نيمه شپه کې او په اخري شپه کې هم او د بنی صلی الله عليه وسلم وتر به عموماً صبا پورې ختميدل (متفق عليه ) .
 
پاتي شوه دا خبره چې که څوک د تهجد د لمانځه د پاره پاڅيږي او د پاڅيدلو توان لري نو هغه به لومړی د وتر لمونځ ادا کوي او که د تهجد لمونځ ؟
لومړی به د تهجد لمونځ ادا کوي او بيا به د وتر لمونځ ادا کوي په دليل د دغه حديث شريف :
د حضرت عبدالله بن عمر نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل (اجعلوا آخر صلاتكم بالليل وترا) (البخاري ۹۵۳ ) : ( تاسې د شپې آخري لمونځ وتر وګرځوی ) .

ومن الله توفيق

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email