د لمانځه سنتونه او آداب

۱- د تکبير تحريمه پر مهال د لاسونو پورته کول : د تکبير تحريمه په وخت کې د لاسونو پورته کول تر عوږونو پورې په دليل د دغه حديث شريف :وائل بن حجر وايي: «أنه رأى النبي صلّى الله عليه وسلم رفع يديه حين دخل في الصلاة، وكبّر، وصفَّهما حيال أذنيه» (المسلم ۴۰۱) .

يعنې : هغه ليدلی نبی صلی الله عليه وسلم چې پورته کول به يې لاسونو خپل کله به چې لمانځه ته ننوتلو او تکبير به يې ويلو ، او (لاسونه به يې ) د عوږونو سره برابرول .

عن البراء بن عازبٍ رضي الله عنه‏ «‏إنّ رسول اللّه صلى الله عليه وسلم كان إذا افتتح الصّلاة رفع يديه إلى قريبٍ من أذنيه ثمّ لا يعود‏»‏

ژباړه : د براء بن عازب نه روايت چې هغه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه په شروع کې لاسونه پورته کول نږدې غوږونو ته او بيا به يې دا عمل نه کولو .

لومړی به لاسونو پورته کوي بيا به الله اکبر وايي .

د لاسونو پورته کولو په وخت کې لاسونه د قبلې طرف ته کول او د ګوتو پراخه نيول سنت دي .

۲- د امام سره يو ځای الله اکبر ويل :

په دليل د دغه حديث :«لا تبادروا الامام اذا کبر فکبروا» (المسلم ) .

يعنې : د امام څخه وړاندې والی مه کوئ کله چې هغه تکبير وايي تاسې هم تکبیر وواياست .
۳- ښي لاس په ګين لاس تر نامه لاندې نيول په دليل د دغه حديث شريف
:

« من السنة وضع اليمين على الشمال تحت السرة » (رواه أحمد وأبو داود).

ژباړه : ښی لاس په ګين لاس تر نامه لاندې نيول له سنتو څخه دي.

او د ښځو د پاره ښي لاس په ګيڼ اېښودل او په سينه باندې نيول .

۴- استفتاح دعا (د پيل دعا) يا ثناء ويل :

ثنا ((سبحانك اللهم وبحمدك ، وتبارك اسمك، وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك) ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

عايشه رضی الله عنه روايت کوي: « كان النبي صلّى الله عليه وسلم إذا استفتح الصلاة، قال: سبحانك اللهم وبحمد ك، وتبارك اسمك وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك» (رواه أبو داود، وللدارقطني) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله لمونځ پيل کولو داسې به يې ويل : سبحانك اللهم وبحمد ك، وتبارك اسمك وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك.

۵- په لومړي رکعت کې اغوذ بالله ويل: په دليل د دغه روايت چې احمد او ترمذي له ابی سعيد الخدري څخه روايت کړی چې هغه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې لمونځ پيل کړ (ثنا به يې ولوستله ) وروسته به يې اغوذ بالله ويل .

عن أبي سعيد الخدري عن النبي صلّى الله عليه وسلم أنه كان إذا قام إلى الصلاة استفتح، ثم يقول: « أعوذ بالله ….» .

۶- دهر رکعت په شروع کې بسم الله ويل سنت دي.

۷- د آمين ويل :

د الحمدلله ويلو وروسته آمين ويل په دليل د دغه حديث شريف چې ابی هريرة رضی الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « إذا أمَّن الإمام فأمنوا، فإنه من وافق تأمينه تأمين الملائكة، غفر له ماتقدم من ذنبه »رواه الجماعة إلا أن الترمذي.

ژباړه : کله چې امام آمين وايي تاسې هم آمین ووايئ پس که د چا آمين د ملائکو د آمین سره موافق شو هغه ته به د مخکې ګناهونو بښنه وشی .

د احنافو په نزد آمين په پټه ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

« أربع يخفيهن الإمام: التعوذ والتسمية والتأمين والتحميد » (فتح القدير:۲۰۴/۱، والقول رواه ابن أبي شيبة عن إبراهيم النخعي).

يعنې : امام به څلور شيان پټ (وايي) : اغوذبالله ، بسم الله ، آمين او تسبيح يا تحميد .

۸- د پښتو په مينځ کې فاصله :

په قيام کې به پښې د څلورو ګوتو په اندازه پراخه نيول کيږي .

قالا لحنفية: يسن تفريج القدمين في القيام قدر أربع أصابع؛لأنه أقربإ لى الخشوع ( فقه الاسلامي وادله) .

۹- د تکبير ويل :

د سجدې او رکوع ته د تللو او بيرته پورته کېدو په وخت کې د الله أکبر ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

ابن مسعود رضی الله عنه وايي: «رأيت النبي صلّى الله عليه وسلم يكبّر في كل رفع وخفض، وقيام وقعود» (رواه أحمد والنسائي والترمذي وصححه).

يعنې : ما جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی چې د هر پورته کيدو ، ټېټېدو او قيام او قعدې په وخت کې به يې الله أکبر ويل .

۱۰- د رکوع په حالت کې سر د شا سره برابرول او په دواړو لاسونو سره د دواړو زنګنونو نيول سنت دي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا ركع لم يرفع رأسه ولم يصوبه، ولكن بين ذلك» (متفق عليه).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله سر به يې ( له شا سره ) برابر ؤ نه پورته ؤ او نه ټيټ .

۱۱- په رکوع کې دری ځله سبحان ربي الغظيم ويل .

۱۲- قومه يعنی د رکوع  نه پورته کيدو په وخت کې د امام د پاره سمع الله لمن حمده او د مقتدی لپاره ربنا لک الحمد او د تنها ګزار لپاره د دواړو ويل.

په دليل د دغه حديث شريف :أبي هريرة رضی الله عنه وايي: «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا قام إلى الصلاة يكبِّر حين يقوم، ثم يكبر حين يركع، ثم يقول: سمع الله لمن حمده، حين يرفع صُلْبه من الركعة، ثم يقول وهو قائم: ربنا ولك الحمد…» (متفق عليه) .

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله لمانځه ته پاڅېدو د درېدو پر مهال به يې الله اکبر ويل ، بيا به د رکوع کولو پر مهال الله اکبر ويل بيا د رکوع څخه د پورته کيدو پر مهال به يې سمع الله لمن حمده او بيا د درېدو پر مهال ربنا ولك الحمد ويل .

۱۳- سجدی ته د تلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.

په دليل د دغه حديث شريف :«رأيت رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا سجد، وضع ركبتيه قبل يديه، وإذا نهض رفع يديه قبل ركبتيه» .

۱۴- په دواړو سجدو کی دری ځله سبحان ربي الاعلی ويل.

حذيفة رضی الله عنه روايت کوي چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورېدل چې په سجده کې يې داسې ويل :«سبحان ربي الأعلى » (رواه ابن ماجه، وأبو داود).

۱۵- د سجدې په وخت کې مخ د لاسونو د پنځو په مينځ کې ايښودل ورنونه د ګيډې نه جلا او د ځمکې  نه لري ساتل او څنګلې له ورنو نه لرې ساتل اوهمدارنګه د دواړو پښو ولاړ ساتل سنت دي .

«أنه صلّى الله عليه وسلم كان إذا سجد وضع وجهه بين كفيه» (المسلم)

يعنې : روايت دی چې : رسول صلی الله عليه وسلم به چې کله سجده کوله خپل مخ به يې د دواړو لاسونو د پنجو په مينځ اېښولو .

«أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان إذا سجد جافى، حتى لو شاءت بهيمة أن تمر بين يديه لمرت» (المسلم) .

يعنې : روايت دی چې : رسول صلی الله عليه وسلم به چې کله سجده کوله ( د ورونو ، ګېډې او ځمکې ) تر مينځ دومره خاليګاه وه چې د حيوان وړوکی بچی ورڅخه ترېدی شوی .

او د ښځو لپاره ورنونه د ګيډی سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندی غوړيدلې ساتل سنت دي .

په دليل د دغه حديث :«إذا سجدت المرأة فإنها تنضم ما استطاعت، ولا تتجافى لكي لا ترفع عجيزتها» (رواه عبدالرزاق ۵۰۸۹ ، ابن ابی شيبه ۱/۲۴۱ ) .

۱۶- په جلسه او قعده کې سړيو لره ښی پښه ودرول او چپه پښه غوړول او په هغه کيناستل او ښځو لره دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوپه هغه کيناستل.

عايشه رضی الله عنها وايي : «وكان يفرش رجله اليسرى، وينصب اليمنى» (رواه النسائي) .

ژباړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به چپه پښه غوړوله او ښی پښه به يې دروله .
همدارنګه ابن عمر رضی الله عنه وايي: «من سنة الصلاة: أن ينصب القدم اليمنى،واستقباله بأصابعها القبلة» (رواه ابن ماجه) .

يعنې : د لمانځه د سنتو څخه دا دی چې : ښي پښه ودرول شي او د پښې ګوتې د قبلې طرف کړ شي .

۱۷- په قعده کې د لاسونو ايښول په ورنونو داسې چې ښي لاس تلی په ښي ورون او چپ لاس په چپ ورون داسې چې د لاسونو ګوتې څه پراخه وي او ګونډې به په لاسونو نه نيسی او په تشهد کې د ښي لاس د شهادت ګوته د (لا اله ) ويلو پر مهال پورته کول او د (الا الله ) ويلو پر مهال به يې ښکته کول .
قال الحنفية: يضع يمناه على فخذه اليمنى، ويسراه على اليسرى، ويبسط أصابعه، كالجلسة بين السجدتين، مفرجة قليلاً، جاعلاً أطرافها عند ركبتيه، ولا يأخذ الركبة في الأصح، والمعتمد أنه يشير بسبابة يده اليمنى عند الشهادة، يرفعها عند نفي الألوهية عما سوى الله تعالى، بقوله: (لا إله)، ويضعها عند إثبات الألوهية لله وحده، بقوله: ( إلا الله ) ليكون الرفع إشارة إلى النفي، والوضع إشارة إلى الإثبات، ولا يعقد شيئاً من أصابعه (فقه الاسلامي وادله ،الدر المختار: ۴۷۴/۱).

۱۸- د احنافو په صحيح او مشهور روايت سره د فرضو په دوو آخرو رکعتونو کې د الحمدلله ويل سنت دي قراءة الفاتحة في الركعتين الثالثة والرابعة من الصلوات المفروضة تسن على الصحيح عند الحنفية ولو ضم إليها سورة لا بأس به؛(فقه اسلامی و ادله ).

۱۹- په قعده اخيره کې د تشهد نه ورسته درود شريف ويل.

د احنافو دليل دا دی چې د درد شريف په اړه راغلی احاديث په وجوب باندې دلالت نه کوي .

«اللهم صل على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد» (البخاري) .

۲۰- د درود نه ورسته دُعا لوستل ربنا آتنا

په احاديثو کې لاندې دعاګانې ثابت شوې دي :

(ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار)

(اللهم إني أعوذ بك من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن شر فتنة المسيح الدجال ).

( اللهم اغفر لي ما قدمت وماأخرت، وما أسررت وما أعلنت، وما أسرفت،وما أنت أعلم به مني، أنت المقدم وأنت المؤخر، لا إله إلا أنت )

۲۱- لومړی ښی طرف او بيا چپ طرف ته سلام ګرځول.

سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه وايي: «كنت أرى النبي صلّى الله عليه وسلم يسلم عن يمينه وعن يساره ….» (المسلم ).

يعنې : ما رسول الله صلی الله عليه وسلم وليد چې هغه ښي او چپ لورې ته سلام وګرځاوه .

۲۲- د مسبوق انتظار تر څو امام سلام وګرځوي ، څو معلوم شي چې سجده سهوه نه وي ورباندئ واجب شوی .

انتظار المسبوق فراغ الإمام من التسليمتين، لوجوب المتابعة، حتى يعلم ألا سهو عليه. وهذه سنة عند الحنفية(فقه الاسلامي وادله) .

د لمانځه آداب :

۱- د تکبير تحريمه په وخت د لاسونو د پنځو ايستل له څادر او قميص څخه پرته له عذر څخه لکه يخنې مګر ښځه به يې نه وباسي د ستر په وجه .

۲- په قيام کې د سجدې ځای ته کتل په رکوع کې خپلو د پښو قدمونو ته کتل په سجده کې پوزې ته کتل په قعده کې سېنې ته کتل او د سلام ګرځولو پر مهال خپلو اږو ته کتل .

۳- تر وسه پورې د ارګيمې بندول که بند نشي په خوله باندې چپ لاس اېښودل .

۴- د غاړې د تازه کولو دفع کول پرته له عذره د غاړې تازه کول لمونځ فاسدوي .

۵- د امام او متقديانو پورته کېدل د حی الفلاح پر مهال يعنې دغه مهال به امام په محراب کې ولاړ وي او متقديان به صفونه برابروي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً