بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لاهله والصلاة علی اهلها وبعد

دې آياتونوته په پام سره چې

يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ

أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ

كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ

بې عمله عالم ته امر بالمعروف ،نهی عن المنکر او وعظ کول رواه دي او کنه ؟

دوهم داچې په دې آيت شریف کې چې أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ

 که له اولوالامر څخه علماء مراد شي نو دې آيات ته په پام سره چې  كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا د بې عمله عالم اطاعت واجب دی او کنه ؟

اسد بری

———————————————————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : من رأى منكم منكرا فليغيره (المسلم ) .

يعنې :هر څوک مو چې په منکر او ناروا کار ليدل هغه تغير کړئ ( امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوی ) .

هغه که هر څوک وي ، پاچا ، عالم ، ملا ، پلار ، ورور او قوت واله او کمزورۍ هر څوک چې وي .

دوهم : وَأُولِي الْأَمْرِ څخه مراد د مسلمانانو اميران او علماء ځکه چې دواړه ډلې د امت په اصلاح کې مهم رول لري .

د امير او عالم اطاعت په شريعت او معروف کې واجب دی مګر د شريعت خلاف د ګناه په کار کې هيڅا اطاعت واجب نه دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق  (د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته ). :

دريم : مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ (5)

تفسير ابن کثير ليکي : الله جل جلا له سبحانه وتعالی د يهودو مذمت بيانوي چې هغوی ته تورات ورکړ شوی وو مګر هغوی عمل ورباندې ونه کړ د دوی مثال داسې کله د خره چې په هغه باندې کتابونه بار وي او په دې نه پوهيږي چې په هغه کې څه دي همدارنګه مثال د هغو کسانو چې علم يې کړی وي خو پخپل علم عمل نه کوي لفظي علم يې کړی وي خو په عمل هيڅ هم نه وي په مثال د خره دی حتی تر خره هم بتره دی ځکه خر د پوهې قوه نلري مګر انسان پوهيږي .

يقول تعالى ذامًّا لليهود الذين أعطوا التوراة وحملوها للعمل بها، فلم يعملوا بها، مثلهم في ذلك كمثل الحمار يحمل أسفارا، أي: كمثل الحمار إذا حمل كتبا لا يدري ما فيها، فهو يحملها حملا حسيا ولا يدري ما عليه. وكذلك هؤلاء في حملهم الكتاب الذي أوتوه، حفظوه لفظا ولم يفهموه ولا عملوا بمقتضاه، بل أولوه وحرفوه وبدلوه، فهم أسوأ حالا من الحمير؛ لأن الحمار لا فهمَ له (ابن کثير سورة الجمعة )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email