آذان (فضيلت ، د صحت شرطونه او نور احکام )

تعريف : آذان په لغت کې اعلان ته وايي او په اصطلاح کې هغه خاص الفاظ دي چې د هغو په وسيله د لمانځه وخت معلوميږي د لمانځه ادا کولو طرف ته بلنه کيږي .

مشروعيت :

آذان په قرآن او سنتو ثابت شوی دی .

په دليل د دغه قول د الله تعالی: [وإذا ناديتم إلى الصلاة…](المائدة: ۵۸).

ژباړه : او کله چې غږ کوئ تاسې طرف د لمانځه ته (آذان کوئ ).
او په سنتو کې په دې باره کې ډير احاديث نقل شوي لکه: «إذا حضرت الصلاة، فليؤذن لكم أحدكم، وليؤمّكم أكبركم» (نيل الأوطار:۳۲/۲) .

ژباړه : او کله چې د لمانځه وخت شي بايد يو تاسې آذان وکړي او بايد مشر د تاسې امامت وکړي .

د آذان فضيلت :

د آذان په کولو کې لوی فضيلت او ستر اجر دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لو يعلم الناس ما في النداء، والصف الأول، ثم لم يجدوا إلا أن يَسْتهموا عليه، لا ستهموا عليه» (متفق عليه)

ژباړه : کچېرې خلک د آذان او اول صف د ثواب څخه خبر وای د هغه د تر لاسه کولو لپاره يې پرته له بچې اچونې بله چاره نه لرله . حتماً به يې په هغه باندې بچه اچونه کوله .

همدارنګه فرمايي: «إِنَّهُ لا يَسْمَعُ مَدَى صَوْتِ الْمُؤَذِّنِ جِنٌّ وَلا إِنْسٌ وَلا شَيْءٌ إِلا شَهِدَ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (بخارى:۶۰۹)

ژباړه : پېری ، انسان او نور هر مخلوق چې د مؤذن غږ واوري د قيامت په ورځ به په هغه باندې شهادت ورکوي .

او بل حديث شريف راغلي: «المؤذنون أطول الناس أعناقاً يوم القيامة» (المسلم واحمد) .

يعنې : د قيامت په ورځ به په ټولو خلکو کې د مؤذنينو غاړې اوږدې وي (له جهته د احترام )

د آذان حکم :

آذان په اتفاق د فقهاؤ د پنځه وخته جماعت د پاره سنت مؤکد دی .

(فقه الاسلامي وادله ،فتح القدير، الدر المختار:۳۵۶/۱).

د آذان د صحت شرطونه :

۱- دا چې د لمانځه وخت داخل شوی وي .

۲- دا چې آذان په عربي ژبه وي .

۳- دا چې جماعت يې واوري يا که منفرد وي خپله يې واوري .

۴- دا چې آذان په هغه ترتيب سره وويل شي کوم چې په سنتو کې ثابت شوی دی .

۵- دا چې آذان يو کس ووايي نه يو ډله يا جماعت .

۶- دا چې مؤذن به مسلمان ، عاقل ، پوه او نارينه وي د غير مسلم ، ليوني ، ناپوهه ماشوم او نشه کس او همدارنګه د فتنې له وېرې د ښځې آذان نه صحي کيږي .

د آذان کيفيت :

د فقهاؤ په اتفاق آذان په داسې شان سره لوستل کيږي کوم چې په سنتو کې ثابت شوی دی په هغه کې به هيڅ کمی او زياتی نه وي يوازې د سهار په آذان کې دوې کلمې (الصلاة خير من النوم ) په دليل د هغه حديث چې طبراني روايت کړی دی اضافه کيږي .

د آذان کليمات دا دي :

«الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن محمداً رسول الله، أشهد أن محمداً رسول الله، حي على الصلاة، حي على الصلاة، حي على الفلاح، حي على الفلاح، الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله» . (رواه ابوداود ) .

د آذان سنتونه :

۱- دا چې آذان به په ښه صوت او لوړ آواز ويل کيږي .

۲- دا چې آذان به په ولاړه ، لوړ ځای او جومات ته نږدې لوستل کيږي .

۳- دا چې مؤذن به آزاد ، بالغ ، صالح او د لمانځه په وخت پوه وي په دليل د دغه حديث شريف : «ليؤذن لكم خياركم ويؤمكم قراؤكم»

۴- دا چې مؤذن به اودس لرونکي وي بغير له اودس څخه آذان کول مکروه دي

په دليل د دغه حديث : «لا يؤذن إلا متوضئ(سبل السلام:۱۲۹/۱)

۵- دا چې مؤذن ليدونکی وي ړوند نه وي ځکه د لمانځه وخت نشي ليدلای په دليل د دغه حديث: «كان رجلاً أعمى لا ينادي حتى يقال له: أصبحت، أصبحت» (البخاري).

يعنې : يو ړوند سړی وو څو پورې به يې چې هغه د طلوع فجر څخه خبر نه کړ (تر هغه پورې به يې آذان نه کولو) .

۶- دا چې مؤذن به په عوږونو کې کوتې ننباسي په دليل د دغه حديث : «أن بلالاً أذن، ووضع إصبعيه في أذنيه» (متفق عليه ) .

۷- دا چې آذان په کراره او د دوو کلمو تر مينځه وقفه وي مګر په اقامت کې به بېړه وي .په دليل د قول رسول صلّى الله عليه وسلم چې بلال رضی الله عنه ته يې فرمايل: «إذا أذنت فترسَّل، وإذا أقمت فاحدر» (الترمذي).

يعنې : کله چې آذان کوې هغه کرار په سکون سره او وقفه وقفه کوه او کله چې اقامت کوې په هغه کې بيړه کوه .

۸- دا چې مؤذن به مخامخ قبلې ته دريږي .

همدارنګه مستحب ده چې د حی الصلاة او حی الفلاح ويلو پر مهال خپل مخ ښي او ګيڼ لورې ته وګرځوي .

۹- دا چې په آذان باندې هيڅ اجرت وانخلي د امام ابوحنيفه په نزد په آذان باندې اجرت اخيستل جايز نه دي په دليل د دغه حديث :رسول الله صلّى الله عليه وسلم عثمان بن ابی العاص ته وويل :: «واتخذ مؤذناً لا يأخذ على أذانه أجراً»(أبو داود وابن ماجه والترمذي).

يعنې : داسې مؤذن ونيسه چې په اذان کولو اجرت نه اخلي .

لکن متأخرينو احنافو اجازت ورکړی دی ځکه چې اوس عصر هغوی ته د بيت المال څخه څه نه ورکول کيږي.

۱۰- مستحب دی چې آذان په اول وخت کې وشي ځکه چې خلک د لمانځه په وخت خبر شي او د لمانځه د پاره تياری ونيسي .

جابر بن سمرة رضی الله عنه وايي: «كان بلال لا يؤخر الأذان عن الوقت» (ابن ماجه).

يعنې : بلال رضی الله عنه د وخت (اول وخت ) څخه آذان نه ځنډولو .

د آذان مکروهات :

۱- د پورته بيان شويو سنتو مخالفت کول .

۲- د آذان په الفاظو کي نحوي يا د اعراب (حرکاتو ) لحن او علظي کول مکروه دي .

۳- په آذان کې تلل او قدم اخيستل مکروه دي .

د آذان ځواب ورکول :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د آذان په ځواب ورکولو چې يو يې ظاهري ځواب د آذان دی او د هغه حقيقي ځواب جومات ته تلل دي د جنت زېری ورکړی دی خو افسوس چې زمونږ خبرې او مجلس د آذان په وخت کې هم جاري وي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دی چې کله مؤذن آذان وايي نو تاسې په دې شان سره د هغه ځواب ورکوئ : عن عمر بن الخطاب قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حي على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حي على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة ” . رواه مسلم ( 385 ) .

ژباړه: کله چه مؤذن الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله أشهد أن لا إله إلا الله وايئ تاسې به هم أشهد أن لا إله إلا الله وايئ  بيا چه کله أشهد أن محمدا رسول الله وايي نو تاسې به هم أشهد أن محمدا رسول الله وايئ  بيا چه کله حي على الصلاة وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ او کله چه حي على الفلاح وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ بيا چه کله الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله لا إله إلا الله تاسې به هم لا إله إلا الله وايئ څوک چې د زړه نه داسې ووايي داخل به شي جنت ته (رواه مسلم ) .

د آذان دعا :

د جابر بن عبدالله رضی الله عنه  روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : څوک چې آذان واروي او دا دعا (د آذان دعا ) ووايي :

اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ، حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (البخارى:۶۱۴).

دعا (اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ ) هغه کس به زما د شفاعت څخه برخمن شي .

اقامت :

د اقامت حکم د آذان په شان سنت مؤکد دی .

د احنافو په نزد د اقامت الفاظ به د آذان په څير دوه دوه ځله ويل کيږي او د حی الفلاح وروسته به دوه ځله (قد قامت الصلاة ) ويل کيږي په دليل د دغه حديث چې ابن ابي شيبه روايت کړی دی چې عبدالله ابن زيد انصاري رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلی او ويې ويل :«يا رسول الله، رأيت في المنام، كأن رجلاً قام وعليه بُردان أخضران، فقام على حائط، فأذن مثنى مثنى، وأقام مثنى مثنى» (رجاله رجال الصحيح، وهو متصل لأن الصحابة عدول، وجهالة أسمائهم لاتضر، ورواه البيهقي. وروي مثله عند أبي داود وغيره ( نصب الراية:266/1-267).) .

او همدارنګه په دليل د دغه حديث شريف :عبد الله بن زيد وايي : «كان أذان رسول الله صلّى الله عليه وسلم شفعاً شفعاً في الأذان والإقامة»(الترمذي و الدارقطني).

مګر د امام شافعي او امام مالک په نزد په اقامت کې به يو يو لفظ لوستل کيږي مګر يوازې لفظ د (قد قامت الصلاة ) دوه ځله لوستل کيږي .

د هغوی دليل دا حديث شريف دی :
«إنما كان الأذان على عهد رسول الله صلّى الله عليه وسلم مرتين مرتين، والإقامة مرة مرة، غير أنه يقول: قد قامت الصلاة، قد قامت الصلاة» (رواه أحمد والنسائي وأبو داود،)

د اقامت احکام :

د اقامت احکام د آذان په شان دي کوم چې مخکې بیان شول په اقامت کې لاندې شيان سنت او مستحب دي :

۱- دا چې د اقامت په لوستلو کې به بيړه کيږي .

۲- دا چې اقامت به هغه څوک وايي چا چې آذان کړی وي .

۳- د احنافو په نزد مستحب دا ده چې لمونځ کوونکي د (حی الفلاح ) ويلو په وخت لمانځه ته پاڅيږي .

۴- سنت دی چې اقامت ويونکی به ولاړ ، قبلې ته مخامخ او د اقامت پر مهال به تګ نه کوي .

۵- د امام د پاره د صفونو برابرول مستحب دی او هغوی مقتديانو ته به وايي :صفونه برابر کړئ ، رسول صلی الله عليه وسلم به فرمايل :: «سووا صفوفكم، فإن تسوية الصف من تمام الصلاة» (متفق عليه) .

يعنې : خپل صفونه مو برابر کړئ ، ځکه چې د صف برابرول د لمانځه د پوره والی څخه دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً