د احنافو په نزد د سهار د لمانځه افضل وخت دا دی تر څو څه روښنايي خپره شي (يو بل معلوم شي ) په دليل د دغه حديث شريف : «أسفروا بالفجر، فإنه أعظم للأجر» (الترمذي باسناد حسن).

او بل په روښنايی کې کثرت د جماعت وي ځکه چې د سهار په جماعت کې لوی فضيلت دی : «من صلى الفجر في جماعة، ثم قعد يذكر الله تعالى حتى تطلع الشمس، ثم صلى ركعتين، كانت كأجر حجة تامة، وعمرة تامة» .

(فقه الاسلامي وادله ، فتح القدير والعناية:156/1) .

د ماسپښين لمونځ تأخير په اوړې او ګرمو سيمو کې مسحب دی په دليل د دغه حديث شريف :«أبردوا بالظهر، فإن شدة الحر من فيح جهنم»

يعنې : د ماسپښين لمونځ لږ وروسته ادا کړئ تر څو هوا لږ سړه شي ځکه ډيره ګرمه هوا د دوزخ نفس دی.

مګر په ژمي او سړه هوا کې د ماسپښين په لمانځه کې بيړه کول مستحب دي : په دليل د دغه حديث :

«كان النبي صلّى الله عليه وسلم إذا اشتدا لبرد بكَّر بالصلاة ، وإذا اشتد الحر أبرد بالصلاة» (البخاري) .

يعنې : رسول الله عادت مبارت دا ؤ چې کله يخه هوا کې به يې په لمونځ ادا کولو کې بيړه کوله خو په ګرمه هوا لمونځ څه ځنډولو .

او د مازديګر د لمانځه تأخير مستحب دی د پاره ددې چې د نفلو د ادا کولو د پاره د وخت پراخي وي ځکه د مازديګر د لمانځه وروسته نفل کول منع دي مګر دومره تأخير نه چې لمر تغير او زيړ شي .

جاء في فقه الاسلامي وادله :
ويستحب تأخير العصر مطلقاً، توسعة لأداء النوافل، ما لم تتغير الشمس بذهاب ضوئها، فلا يتحير فيها البصر، سواء في الشتاء أم الصيف، لما فيه من التمكن من تكثير النوافل، لكراهتها بعد العصر.

د ماښام په لمانځه کې مطلق بيړه او عجله کول مستحب دي ځکه تأخير مکروه دی

په دليل د دغه حديث : «لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر» (بخاری ۱۸۵۶)

يعنې :څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه حال کې وي .

«عن أَبي هُريرةَ قَالَ:- قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “قَالَ الله عزَّ وجلَّ: أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً» (الترمذي ۶۹۶ ) .

ژباړه: له ابی هريرة (رضی الله عنه) نه روايت دی چې رسول الله صلّى الله عليْه وسلم فرمايلي : د الله تعالی ارشاد دی چې پخپلو بنده ګانو کې ما ته هغه بنده خوښ دی چې په روژه ماتي کې بيړه کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .

د ماسخوتن د لمانځه غوره وخت د شپې نيمه يا دريمه حصه ده په دليل د دغه حديث شريف :

«لولا أن أشق على أمتي لأمرتُهم أن يؤخروا العشاء إلى ثلث الليل أو نصفه» (رواه أحمد وابن ماجه والترمذي وصححه) .

يعنې : که زما په امت باندې دا نه سخت کيدای ما به هغوی ته امر کړی وای چې د ماسختن لمونځ يې د شبې دريمې يا نيمې حصې ته آخر کړی وای.

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email