اول : زيات به د عبرت ، دعا او د حقوقو پر ځای کولو په نيت وي :

عن بُرَيْدَةَ ، رضي اللَّهُ عنه، قال: قال رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ زِيارَة القُبُورِ فَزُوروها » رواهُ مسلم.

وفي رواية « فمن أراد أن يزور القبور فليزر فإنها تذكرنا بالآخرة » .

له بریده رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسې مې د قبرونو له زیارت کولو منع کړي وئ، له دې وروسته یې زیارت وکړي.

او په بل روایت کې راځي: پس څوک چې غواړي د قبرونو زیارت وکړی، زیارت دې وکړي ځکه د قبرونو زیارت کول ده ته اخرت وریادوي.

د نرانو لپاره د قبرونو زیارت کول مستحب دی نبی علیه السلام د قبرونو زیارت ته تللی دي، ابن عبدالبر ځینې علماوو نه نقل کړی دی چې د قبرونو زیارت کول واجب دی، ولې په دې باندې اتفاق شوي دي چې د نرانو لپاره د قبرونو زیارت کول مستحب دی، ځکه په دې سره سړی ته اخرت او مرګ ور یادیږي.

د ریاض الصالحین مصنف د قبرونو زیارت کول په څو ډوله ښوولي دي:

  • دا چې زیارت کول خاص د اخرت او مرګ د یاد لپاره وي، دا ډول زیارت کول د قبرونو په لیدو سره بغیر له دې چې و پیژندل شي کافی دي.
  • دا چې د دعا لپاره وي، دا د هر مسلمان لپاره سنت دی.
  • دا چې د حق ادا کولو لپاره وی لکه پلار، مور او نور دوستان لکه چې نبی علیه السلام فرمایی:

من زار قبر والديه او احدهما يوم الجمعة کان کحجه.

دوهم : د زيارت پر مهال د منسونه دعا ويل :

وعن بُرَيْدَةَ رضي اللَّهُ عنه، قال: كَانَ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يُعَلِّمُهُمْ إِذا خَرَجُوا إِلى المَقابِرِ أَنْ يَقُولَ قَائِلُهُم: « السَّلامُ عَلَيكُمْ أَهْل الدِّيارِ مِنَ المُؤْمِنِينَ والمُسْلِمِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لاَحِقُون، أَسْأَلُ اللَّه لَنَا وَلَكُمُ العافِيَةَ » (رواه مسلم).

له بریده رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی علیه السلام دوي ته دا ښوول چې کله هدیرې ته ځئ دا سې وایي: په تاسې دې سلام وي اې اهل د دې کور له مؤمنانو او مسلمانانو څخه که د الله رضا وی مونږ له تاسې سره یو ځاي کیدونکي یو له الله جل جلاله څخه مونږ او تاسې ته د عافیت غوښتونکی یم.

او يا داسې دعا چې د ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت شوې ده :وعن ابن عَبَّاسٍ، رَضَيَ اللَّه عنهما، قال::« السَّلامُ عَلَيْكُمْ يا أَهْلَ القُبُورِ، يَغْفِرُ اللَّهُ لَنا وَلَكُمْ، أَنْتُم سَلَفُنا ونحْنُ بالأَثَرِ » (رواهُ الترمذي وقال:  حديثٌ حسن).

ابن عباس رضی الله عنه وفرمایل: رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د قبرونو تر څنګ تیریده قبرونو ته یې مخ واړاوه او ویې فرمایل: « السَّلامُ عَلَيْكُمْ يا أَهْلَ القُبُورِ… »پر تاسې دې سلام وی اې د قبرونو خاوندانو! الله جل جلاله دې مونږ او تاسې ته بښنه وکړي تاسې مخکې ولاړۍ او مونږ تاسې پسې وروسته در تلونکی یو.

او يا هم دا دعا ويل :

«السَّلاَمُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَلاَحِقُونَ ».(مسلم، احمد و نسایی).

سلام دې وي پر تاسی ای ! اهل د قبرونو له مؤمنانو او مسلمانو الله ج دې رحم وکړی پرهغو کسانو چه له مونږ نه مخکی تللی او پر هغو کسانو چه له مونږ نه به ورسته رحلت کوي اومونږ به هم ان شآء الله له تاسې سره يوځای شو.

دريم : د قبرونو د زيات پر مهال له ناروا کارونو ،بدعتي او شرکي اعمالو ځان ساتل :

۱- په قبرونو کې چراغ بلول چې د حديث په نص سره حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم  په قبرونو باندې په چراغ بلونکو لعنت فرمايلی دی (مشکواة ).

۲- څادر غوړول يا په رخت کې پوښل وغيره چې ددې څخه هم په حديث کې صريح مخالفت شوي دی .

۳- د مړو په نوم نذر منل چې مطلق حرام دی (بحر الرائق).

۴- بيا د نذر تبرک ګڼل او د هغی خوړل او تقسيمول حرام دي (بحر الرائق) .

۵- په قبرونو ساز او سرود کول ساز او سرود خو هسی هم حرام دي چې د هغی په ممانعت کې ډير احاديث صراحة راغلي دي .

۶- د عامو ښځو په قبرونو باندې جمع کيدل .(لعن الله زائرات القبور ) يعنې الله جل جلاله  لعنت کړی دی پرهغو ښځو چه د قبرونو زيارت وکړي .

۷- د قبرونو پخ او اوچت جوړول . نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه (ابؤداود).

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  منع فرمايلی د قبر له پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا دڅه شی زياتول ،د هغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (دنوم اوتاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی ).

مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي .

۸- د قبر نه طواف کول چې قعی حرام دی (ملا علی قاری رحمه الله وايې طواف يواځی کعبی شريفی ته خاص دی او بس ).

۹- قبر يا زيارت ته سجده کول که قصداً وی صريح کفر دي او که بې قصده وي ګناه کبيره ده .

 (فتاوی دارالعلوم ديوبندی او کفايت المفتي ج ۹ ص ۹- ۳۰)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email