نجاست د طهارت يا پاکی ضد دی .

نجاست عموماً په دوه ډوله دی : حقيقي (نجاست ) حکمي (بې اودسي او جناست) .

حقيقي نجاست په دوه ډوله دی : نجاست غليظه او نجاست خفيفه :

نجاست غليظه : د انسان بولې او د ټولو حيواناتو غټه مرداري ، د انسان او حيوان بهيدونکې وينه ،شراب د چرګانو او هيليو مرداري ، مني ، مذي او ودي، د سپي لاړې او نور غليظه نجاست دی .

د حلالو حيواناتو بولې او د حرامو مرغانو مرداری خفيفه نجاست دی

د غليظه او خفيفه نجاست حکم :

که غليظه نجاست د لمونځ کونکي په بدن او جامه د يو درهم په اندازه يا تر هغه لږ وي لمونځ د تحريمي کراهت سره سره رواه دی ، که تر درهم زيات وي لمونځ نه صحی کيږي .

که خفيفه نجاست د جامې د څلورمی حصې څخه زيات شي لمونځ نه صحي کيږي .

(فقه الاسلامي وادله ، الفتاوی ابوالمختار – التسهيل الضروری ج ۱ ص ۳۸ ) .

د درهم اندازه :

غليظه نجاست هم پر دوه ډوله دی يو هغه دی چې نرم وي لکه متيازې ، شراب او وينه او بل هغه دی چې سخت وي لکه د انسان او حيوان بولې .

هغه نجاست غليظه چې سخت وي وزن يې له يو درهم  (۲،۹۷۵) ګرامو سره برابر دی (فقه الاسلامي وادله ).

د نرم نجاست اندازه د ژوروالی د ورغوي ده .

يعنی چې د لاس په موټی کې اوبه واچول شي څومره چې په ورغوي کې پاتی شي چې تقريباً يوه روپۍ قدرې کيږي (ردالمختار ج۱ ص ۲۹۳) .

د نجاست د پاکولو طريقه :

اول ،د اوبو په وسيله :

په اصل کې نجاست په اوبو سره پاکيږي . د هغه نجاست چې ژر اثر ځي يو ځل او د هغه نجاست چې اثر يې نه ځي دری ځله مينځل يې واجب دي .

دوهم ،د پاکو مايعاتو په وسيله :

هغه مايعات چې د پاکو شيانو لکه موه جاتو ، پاڼو او نورو څخه توليد شوي وي په هغه باندې نجاست لرې کول جايز دي .

دريم ، په خاوره او ځمکه د نجاست لرې کول :

په خاورو او ځمکه د موښلو په وسيله ، لکه د بوټو موښل په ځمکه باندې .همدارنګه سقيل او هوار شيان په موښلو پاکيږي لکه : توره ، آينه ، شيشه او نور .

څلورم ، د لمر او باد په وسيله :

ځمکه د لمر او باد په وسيله په وچېدو سره پاکيږي .

پنځم ،هغه اوږدې جامې چې په ځمکه پورې ځړيږي د ځمکې په ځړېدو او هغه سره د تګ کولو سره پاکيږي .

اووم ، په موښلو سره :

هغه مني چې په جامه باندې وچ شوي وي په موښلو سره پاکيږي .

آتم ،د ککړې حصې لرې کول :

که جامد شی څه ککړ شوي وي مثلاً غوړي نو د ککړ شوي برخې په لرې کولو سره پاکيږي .

نهم ، د اور او ګرمولو په وسيله :

ځنې شيان د اور او ګرمولو په وسيله پاکيږي لکه نوي ديګ د اور د ګرمولو په وسيله پاکيږي .

(فقه الاسلامي وادله ، البدائع: ۸۳-۸۷/۱، فتح القدير: ۱۳۳-۱۳۸/۱، الدر المختار: ۲۸۴/۱ ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email