تعريف :

اودس چې په عربي کې الوضوء ورته وايي په لغت کې ښه او پاک کولو يا د اندامونو د مينځلو لپاره د اوبو استعمال ته اودس وايي په شريعت کې د مخصوصو اندامونو ( مخ ، لاسونو او پښو مينځلو او د سر مسح کولو ته اودس وايي .

د اودس حکم :

د احنافو په نزد اوس پنځه ډوله دی .

اول فرض : د لمانځه ، جنازې لمونځ او د قرآن د مصحف د مسحه کولو لپاره فرض دی .

دوهم واجب : د کعبې د طواف لپاره اودس کول واجب دي .

دريم سنت او مستحب :

الف ) د هر لمانځه لپاره اودس کول او د اوداسه تازه کول مستحب دي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم عند كل صلاة بوضوء، ومع كل وضوء بسواك» (رواه أحمد بإسناد صحيح).

يعنې : که زما امت مشکل او تکليف نه وای دوی ته به مې د هر لمانځه لپاره د اودس کولو او مسواک وهلو حکم کړی وای .

ب ) : د شرعي علم تعليم او تعلم لپاره اودس کول مستحب دي .

ج ) : په اوداسه سره بېده کېدل مستحب دي .

د ) : قهر او غصې پر مهال اودس کول مستحب دي .

ه ) : د غسل مخکې اودس کول مستحب دي .

و ) : د آذان ، د نکاح خطبه ويلو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم زيارت ، د عرفات درېدو لپاره اودس کول مستحب دي

ح) : د ګناه د ارتکاب وروسته اودس کول مستحب دي .

ط ) : د مړي د غسل وروسته اودس کول مستحب دي .

ي : د جمعې او اخترونو د پاره غسل کول سنت دي .

څلورم مکروه : د لمانځه مخکې اودس په اوداسه کول مکروه دی داسې چې اودس وکړي پرته له لمانځه کولو او ماتېدو بيا اودس وکړي دوهم ځلې داسې کول مکروه دي .

پنځم حرام : په غصب شويو اوبو همدارنګه د يتيم په اوبو باندې اودس کول حرام دي .

د اوداسه فضيلت :

د اوداسه د اندامونو ځلېدل :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « إِنَّ أُمَّتِي يُدْعَوْنَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ غُرًّا مُحَجَّلِينَ مِنْ آثارِ الْوُضُوءِ، فَمَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمْ أَنْ يُطِيلَ غُرَّتَهُ فَلْيَفْعَلْ». (بخارى:۱۳۶) .

ژباړه : يقيناً زما امت به د قيامت په ورځ را غوښوتل کيږي په داسې حال کې چې د اودس اندامونه به يې د اودس کولو په وجه ځليږي نو ځکه څوک چې توانېږي دا ځلېدل او روښنايي دې زياته کړي نو هغه دې دا کار وکړي .

د اودس په وسيله ګناهونو بښل کيږي :

ابوهريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کله چې مؤمن بنده اودس کوي او خپل مخ وينځي د سترګو په وسيله يې چې هر ګناه کړې وي هغه په اوبو يا د اوبو په وروستی څاڅکې چې له مخ څخه تويېږي (ګناهونه تويوي)، او کله چې خپل لاسونه وينځې کوم ګناه يې چې د لاسونو په وسيله کړې وي هغه د وينځلو په وسيله تويږي ، او کله چې پښې وينځې هر ګناه يې چې د پښو په وسيله کړې وي هغه ورڅخه تويېږي چې بلاخره سړی له ټولو ګناهونو څخه پاکيږي ( البته صغيره ګناهونه بښل کيږي او کبيره ګناهونه په توبه سره بښل کيږي ) (رواه المسلم ) .

اودس د جنت د ټولو دروازو کلۍ ده :

عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د تاسې څخه چې څوک اودس وکړي او د پوره آدابو سره په ښه شان اودس وکړي بيا د اوس کولو وروسته ووايي :

[اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله] نو د ده د پاره به د جنت ټولې دروازې خلاصې شي هغه چې په کومه دروازه جنت ته تلل غواړي جنت تلای شي (روا المسلم ) .

د تکليف په وخت کې د اودس فضيلت :

ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : آيا زه تاسې ته هغه اعمال وښايم چې د هغو په برکت الله تعالی ګناهونه لرې کوي ؟ صحابه کرامو عرض وکړ جناب ضرور يې وښايئ ، هغوی ارشاد وفرمايلو : د تکليف او ناخوښۍ سره سره کامل اودس کول ، او د جوماتونو طرف ته زيات قدمونه اخيستل ، او يو لمانځه نه پس د بل لمانځه انتظار کول پس دا حقيقي رباط دی (رواه المسلم ) .

د اوداسه طريقه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځې د اودس کولو د طرقې تعليم نه دی ورکړﺉ بلکي عملاً يې د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:

اول د اودس لپاره په زړه کې نيت کول،بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي بيا به دواړه لاسونه تر مړوندو پورې دری ځله پريمنځل بيا دری ځله په خوله اوبه تيرول او مسواک وهل بيا دری ځله په پوزه اوبه تېرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول بيا دری ځله مخ مينځل د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې او د تندي له ويښتانو تر زنې پورې که ګيره کڼه وي نو د هغه په ګوتو خلالول او که ړنګئ وي د ږېرې د ويښتانو بيخونو ته اوبه رسول.

بيا دواړه لاسونه سره له څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسې چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کې ګوتې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دي تر څو اوبه ورشي بيا د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې اچول او هغو خلالول بيا يو ځل د ټول سر مسح کول داسې چه غټه ګوته او د شهادت ګوته جلا کړي پاتې نورې د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوي د ګوتو د ننی حصي دې د تندي له ويښتانو د څټ لوری ته تر آخره کش کړي بيا دې د دواړو لاسونو ورغوي د چټ له لورې د مخی په لور راوګرځوي چه ټول سر مسح شي ، بيا به دواړو غوږونه مسحه کړي داسې چه د شهادت ګوتې په غوږونو کې داخلی او غټې ګوتې به د غوږونو بيرونی حصه مسح کړي ، بيا به د ګوتو پر شا دغاړې مسح وکړي ، بيا به دواړه پښې د ښنګرو سره دری ځله پريمنځل لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو د ګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره ورسته شهاتدين او دُعا ويل :

اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه

اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ

پاس طريقه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت شوې ده لکه په لاندې حديث شريف کې :

رأيتُ عثمانَ رضي اللهُ عنه توضَّأَ، فأفرَغَ على يدَيهِ ثلاثًا، ثم تمضمَضَ واستنثَرَ، ثم غسَل وجهَه ثلاثًا، ثم غسَل يدَه اليُمنى إلى المِرفَقِ ثلاثًا، ثم غسَل يدَه اليُسرى إلى المِرفَقِ ثلاثًا، ثم مسَح برأسِه، ثم غسَل رجلَه اليُمنى ثلاثًا، ثم اليُسرى ثلاثًا، ثم قال : رأيتُ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم توضَّأَ نحوَ وُضوئي هذا، ثم قال : مَن توضَّأَ وُضوئي هذا، ثم يصلِّي ركعتَينِ لا يُحدِّثُ نفسَه فيهما بشيءٍ إلا غُفِرَ له ما تقدَّمَ من ذنبِه ( البخاري ، مسلم و احمد و ابوداود ) .

ژباړه : د عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چې هغه دارنګه اودس وکړ چې لومړی دری ځله خپل لاسونه ووينځل ، بيا د خولې غړ غړه وکړه او بيا په پزه کې اوبه واچولې او د هغه صفايي يې وکړه ، بيا يې دری ځله خپل ټول مخ ووينځلو بيا يې دری ځله ښی لای د څنګلو سره ووينځلو بيا يې دری ځله ګين لاس ووينځلو بيا يې د سر مسحه وکړه ، بيا یې خپله ښی پښه دری ځله ووينځله او همدا شان کيڼه پښه دری ځله ووينځله او دغه شان د پوره اودس کولو وروسته عثمان رضی الله عنه وويل : چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی وو چې هغوی به باکل زما د اوس په شان اودس وکړ بيا يې وويل : څوک چې زما په شان اودس وکړي د زړه په حضور چې د دنيوي خيالونو نه خالي وي دوه رکعته لمونځ وکړي نو د هغه تير ګناهونه به معاف شي (رواه البخاري و المسلم) .

د اودس د وجوب شرطونه :

اول ، اسلام : په کافر باندې اودس کول واجب ندي .

دوهم ،عقل : په ليوني باندې اودس کول واجب ندي .

دريم، بلوغ : په نا بالغ باندې اودس کول واجب ندي .

پنځم : په حائضه او نفاسه ښځه باندې اودس کول واجب ندي .

شپږم ، قدرت : کوم کس چې ناروغ وي د اوبو استعمال ورته زيان رسوي په هغه باندې اودس کول واجب ندي.

د اودس فرضونه :

د اوداسه څلور ارکان يا څلور فرضونه دي په دليل د قول د الله سبحانه وتعالی چې فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ (سوره المائده ۶ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! کله چې تاسې لمانځه ته پاڅېدئ نو مخونه مو ومينځئ او هم لاسونه سره له څنګلو ، په سرونو خپلو مسحه وکړئ ، او پښئ مو سره له ښنګرو ووينځئ .

په پورته آیت شريف کې د (وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ) ورورسته (وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ) نه دی راغلی او د هغه پر ځای (وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ) راغلی دی دا ځکه چې قرآنکريم د اودس ترتيب په نظر کې نيولی دی .

د پورته آيت شريف په رڼا کې د اوس څلور فرضونه دي :

 ۱- يوځل د مخ مينځل د يوغوږ له نرمي څخه د بل غوږ تر نرمي پورې او د تندي له ويښتانو تر زنی د ټول مخ مينځل .

که ږېره (ګيره) ګڼه وي يوازې د ږېرې ظاهري حصې مينځل کفايت کوي او خلالول يې سنت دي مګر که ږېره رنګۍ وي د ويښتانو بيخونو ته اوبه رسول فرض دي .

 ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو.

۳- د سر څلورمه حصه مسح کول ( د تندې په اندازه ) فرض دی مګر د ټول سر مسحه کول سنت دي.

۴- د دواړو پښو مينځل د ښنګرو په شمول .

که ددې اندامو په مينځلو کې لږ قدرې ځای وچ پاتی شي اودس نه کيږي .

د اودس سنتونه :

۱- د اودس نيت کول

۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« لا وضوء لمن لم يذکر اسم الله عليه» (رواه الترمذي و ابن ماجه ) .

يعنې : څوک چې د الله د نوم اخيستلو پرته اودس وکړي د هغه پوره او کامل اودس نه دی شوی .

او فرمايي : «كل أمْرٍ ذي بالٍ لا يُبدأُ بالحمدِ للهِ فهو أقطعُ . وفي رواية : بحمدِ اللهِ . وفي رواية بالحمدِ فهو أقطعُ . وفي رواية : أجذمُ ، وفي رواية : لا يُبدأُ فيهِ بذكرِ اللهِ . وفي روايةٍ : ببسمِ اللهِ الرحمنِ الرحيم» ( شرح المسلم – النووي ) .

ژباړه : هر کار چې په الحمدلله پيل نشي هغه بې برکته دی او په بل روايت کې د الله تعالی په حمد او په بل روايت د الله تعالی په ذکر او په بل روايت کې په بسم الله الرحمن الرحيم

۳- د مړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل .

په دليل د دغه حديث شريف :«إذا استيقظ أحدكم من نومه،فليغسل يده… » (رواه ائمة الستة )

ژباړه : کله چې د تاسې څخه څوک د خوب څخه پاڅېږي نو هغه به خپل لاسونه وينځي.

همدارنګه د عثمان رضی الله عنه حديث «فأفرَغَ على يدَيهِ ثلاثًا» چې مخکې بيان شو .

۴- د خولې دری ځله مينځل اوغرغړه کول .

۵- په پوزه کې دری ځله اوبه اچول او هغه په چپ لاس صفا کول .

په دليل د دغه حديث شريف : «ثم تمضمَضَ واستنثَرَ » ( بيا يې خوله غړ غړه کړه او په پزه کې يې اوبه واچولې هغه يې پاکه کړ) (رواه البخاري ، المسلم و احمد ) .

۶- د مسواک وهل

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : السواک مطهرة للفم مرضاة للرب (رواه احمد، نسائي وسنن دارمي ) .

يعنې: مسواک وهل د خولې پاکونکی او الله تعالی لره خوشحالونکی دی .

۷- د ږيرې خلالول.

انس رضی الله عنه وايي :«أنه صلّى الله عليه وسلم كان إذا توضأ، أخذ كفاً من ماء، فأدخله تحت حنكه، فخلل به لحيته، وقال: هكذا أمرني ربي » (رواه أبو داود).

يعنې : کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اودس کولو نو په يو لاس کې به يې اوبه را اخستي او د زنې د لاندې به يې د ږېرې خلال کولو يعنې د لاس ګوتې به يې د ږېرې د ويښتو په مينځ کې ويستلې او فرمايل به يې چې زما رب ماته داسې حکم کړی دی .

۸- دلاسونو او پښو د ګوتو خلالول:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت دی چې فرمايي: « إذا توضأت فخلِّل أصابع يديك ورجليك» (وصححه الترمذي).

يعنې : کله چې اودس کوې د لاسونو او پښو ګوتې دې خلالوه .

۹- هر اندام دری ځله مينځل ، په اجماع سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوي .

۱۱- د ټول سر مسح کول

د ټول سر يو ځل مسحه د شيخانو (ابو حنيفه او ابو يوسف ) په نزد سنت دي ، د امام احمد او امام مالک په نزد د ټول سر مسحه کول واجب دي .

په دليل د دغه حديث: «ثم مسح برأسه» ( او بيا خپل سر مسحه کړ ) .

۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول په نويو اوبو سره :

عبد الله بن زيد وايي: «أنه رأى رسول الله صلّى الله عليه وسلم يتوضأ، فأخذ لأذنيه ماءً خلاف الماء الذي أخذه لرأسه» (رواه الحاكم والبيهقي وقال: إسناده صحيح) .

يعنې : هغه روايت کوي ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی چې اودس يې کولو ، نو د غوږونو د پاره يې د سر څخه پرته اوبه واخستې ( يعنې غوږونه يې په نويو اوبو اخيستلو سره مسحه کړل ) .

د غوږونو د مسحې کيفيت ابن عباس رضی الله عنه داسې روايت کړی دی : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اودس کولو نو د غږونو مسحه به داسې کوله چې مسواکه ګوته به يې د غوږ په سورې د ننه کړه او د غوږ بروني حصه به يې په غټه ګوته مسحه کوله (سنن النسائي ) .

۱۳- د اندامو پرلپسې مينځل چه يو وچ شوی نه وي د بل مينځل.

۱۴- لومړی ښی اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل :

په دليل د دغه حديث : إذا لبِسْتُم وإذا توضَّأْتُم فابدَؤوا بمَيامِنِكم (صحيح الجامع و ابن حبان) .

يعنې : کله چې تاسې جامې اغوندئ او يا اودس کوئ نو د خپل ښي اندام نه شروع کوئ .

۱۵- دهراندام د مينځلو په وخت کې دهغه ښه موښل ترڅو وچ پاتې نشي .

د اودس آداب :

پورته چې د اوس سنتونه ذکر شول سنت مؤکد وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه باندې هميشوالی کړی دی او لاندې د اوداسه آداب يا مستحبات دي چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم ترک کړې هم دي .

۱- په اوچت ځای کيناستل .

۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل.

۳- بغير له غذر له بل چا څخه مدد نه غوښتل.

۴- په پوزه کې په ښه شان اوبه اچول او دهغه په ګين لاس پاکول.

۵- د اودس په وخت کې دنياوي خبرې نه کول که نيکې او د ضرورت خبره وي نو باک نلري.

۶- که په ګوتو کې ګوتمه يا په پوزه کې چارګل وي هغه ته حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتې نشي .

۷- د اودس په پای کې شهادتين او د اودس د ختم دعا لوستل کوم چه مخکې بيان شول.

۸- د اوس په اوبو باندې اسراف نه کول .

۹- د لاسونو په چټونو باندې د غاړې مسحه کول په دليل د دغه حديث : روي عن ليث عن طلحة بن مُصرِّف عن أبيه عن جده أنه رأى رسول الله صلّى الله عليه وسلم يمسح رأسه حتى بلغ القَذَال، وما يليه من مُقَدَّم العنق» (رواه أحمد، وهو ضعيف).

څرنګه چې دا مستحب عمل دی په ضعيف قول عمل کول جايز دي .

مګر جمهور فقهاء وايي د غاړې مسحه کول مستحب نه بلکي مکروه دي ( فقه الاسلامي وادله).

د اودس ماتوونکی:

په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دي.

۱- يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځي .

۲- بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وي .

لومړی ډول :

۱- د تشو يا ډ کو متيازو را وتل ۲- د شا له خوانه باد خارجيدل ۳- د تشو يا ډکو متيازو له ځای څخه دڅه شی را وتل لکه چنجی ،وينه او نور ۴- د بدن له کومې برخی نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وي خو له مجموع نه يې په ډګه خوله ګانګی پوره کيدې نو اودس ماتيږي ۷- که خوله يا غاښونه وينی شي او د وينی رنګ پر لاړو غالب شي اودس مات شو ۸- د مني او مذي او ودي په راوتلو سره ۹- د سترګو په مرضئ کې له سترګو نه خيري يا اوبه راووځي اودس ماتوي که دايمي وي اودس به د مغذور په شان کوي ۱۰- د ښځې له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځي او درد ورسره وي اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږي .

دوهم ډول :

۱- ستوني ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کې ويده کيدل اودس ماتوي .

۲- بی هوشي ۳- دنيشه ای څيز خوړل يا څښل چې سړی نشه کړي۴- د جنازی له لمانځه پرته په نورو لمونځونو کې په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- د ښځې او ميړه د شرمګا يو ځای کول او نښلول داسې چې تر مينځ کې جامه څه شی نه وي.

قال الحنفية: ينتقض الوضوء بالمباشرة الفاحشة: وهي التقاء الفرجين مع انتشار العضو بلا حائل يمنع حرارة الجسد، أو هي أن يباشر الرجل المرأة بشهوة وينتشر لها، وليس بينهما ثوب، ولم ير بللاً (فقه الاسلامي وادله )

د اودس مکروهات :

۱- له ضرورت زياتې اوبه مصرفول .

۲- دومره کمې اوبه مصرفول چه د وچ پاتې کيدلو وېره وي.

۳- د اوداسه په دوران کې بی ځايه خبرې .

۴- مخ ته په زوره لپه اوبه ورشنل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشنل.

۵- کوم اندام  له دری دری ځلی نه زيات پرې منځل .

۶- په نويو ابو سره دری ځله مسحه کول .

۷- له اوداسه نه ورسته دلاس اوبه څنډل.

۸- له کوم عذر پرته د هغو غړو مينځل چه په اوداسه کې يې مينځل ضرور نه وي .

۹- د اوداسه د سنتو او د آدابو پريښودل او د هغه خلاف کول .

د معذور اودس :

معذور به د لمانځه د هر وخت لپاره ځانته اودس کوي کله چې د لمانځه وخت ختم شي اودس هم مات او ختم دی مثلاً که د ماسپښين لپاره اودس وکړي د ماسپښين لمونځ ، نفل ، تلاوت ټول کولای شي خو کله چې د ماسپښين وخت ختم شو اودس يې مات دی د مازديګر د لمانځه لپاره به بيا اودس وکړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email